پر افغانستان مېشتو خپلواکو رسنیو د واکمنې ادارې د نویو بندیزونو او خنډونو

په خواشینۍ سره خبرونه تر لاسه کیږي، چې په افغانستان کې پر رسنیو او رسنوالو ورځ تر بلې محدودیتونه او بندیزونه زیاتیږي، دومره چې د رسنیو کار تقریباً ناممکن شي. په یوه نوي اقدام کې واکمنې سرپرستې اداري، په افغانستان کې فعالو تلویزیونونو ته حکم کړی، چې د دوی ښځینه مېلمنې هم باید ماسک وتړي، ان هغه میلمنې چې له هېواده بهر له دغو تلویزیونونو سره خبرې کوي، هم باید ماسک وتړي. هغوی، چې ګواکې پر نظام نیوکه کوي، راونه بلل شي او هغه غونډې یا کانفرانسونه چې ګډونوالې مېرمنې یې د واکمنو له نظره لازم حجاب نه وي مراعت کړی، ښايي خبرونه او پېښلیدونه ( ګزارشونه ) یې خپاره نه شي.

همدا راز په رسنیو کې دننه د ښځو او نارینه و د بېلولو لپاره یوشمېر داسې محدودیتونه او خنډونه اخطار شوي، چې ښايي پلي کول یې عملاً رسنۍ له کاره و غورځوي او دروازې یې وروتړي.

زموږ له نظره، واکمنه سرپرسته اداره، چې د افغانستان د خلکو، نړیوالو او عامه افکارو تر فشار لاندې مخامخ د رسنیو د تړلو په برخه کې اقدام کړلای نه شي، نو د نوي چارچلند له مخې غواړي محدودیتونه، بېځایه نظارت، لاسوهنه او بندیزونه دومره زیات کړي، چې رسنۍ ستومانه شي او پخپله دې پایلې ته ورسیږي، چې خپلې دروازې وتړي.

د افغانستان له خبریالانو څخه د ملاتړ سازمان د دې ټولو ناوړه اقداماتو په اړه جدي اندېښمن دی او دا کار د رسنیو او رسنوالو هر راز ازادۍ او بنسټي حقونه تروړل او له منځه وړل ګڼي. موږ د خپلو هغو همکارانو او رسنیو د ژوند، خوندیتوب او حقونو په اړه جدي اندېښنه لرو، چې لاهم په ډېره زړورتیا او مسلکي قربانۍ په هېواد کې دننه د خلکو د خبرولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د خوندي کولو لپاره ژوند او کار کوي.

د نړۍ په ټولو اړوندو سازمانونو، بنسټونو او اړونده همکارو شخصیتونو غږ کوو، چې د دغو اقداماتو په وړاندې خپل غږ پورته کړي او له هرې ممکنې لارې څخه پر افغانستان مېشتو رسنیو او رسنوالو د زیاتېدونکیو فشارونو مخه ونیسي.

سازمان به په دې برخه کې هر راز ممکن اقدام وکړي او تر پایه به د رسنیو او رسنوالو د خپلواکي، کار او فعالیت ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغانستان له خبریالانو ځخه د ملاتړ سازمان