د افغانستان له خبریالانو دملاتړ سازمان د مشرتابه هیئت د Freedom of Media Worldwide بنسټ د برنامو له مسئولې مېرمن Belma Bagda سره وکتل او د هغو خبریالانو پر ستونزو ورسره خبرې وشوې، چې په تبعید کې ژوند کوي او په درېیمو هېوادونو کې بې برخلیکه پاتې دي. په دغو خبرو کې د دغو خبریالانو د ستونزو او هغو ته د حللارو د موندلو په برخه کې د یوې ګډې څېړنې او هغوی ته د کارموندنې پر څرنګوالي خبرې وشوې.
د Freedom of Media Worldwide بنسټ مسئولې د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان سره د همکارۍ په اړه وویل: ” موږ د افغان خبریالانو کړکېچن وضعیت او ستونزې درک کوو او په دې برخه کې به له سازمان سره تخنیکي همکاري وکړو”
هغې زیاته کړه، موږ به په المان او نورو اروپایي هېوادونو کې له مېشتو خبریالانوسره د اړیکو او له رسنیو سره د کاري اړیکو په برخه کې هم هڅه وکړو.
په پای کې پوهنیار حامد عبیدي، د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په استازولۍ، د Freedom of Media Worldwide بنسټ له هراړخیزو همکاریو څخه د مننې تر څنګ یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ، چې د جلاوطنه او په هېواد کې دننه د پاتې خبریالانو وضعیت د ډېر پام او همکارۍ وړ دی، چې ښايي نړیوالو بنسټونه په دې برخه کې لازمه همکاري ونه سپموي.