د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان AJSO له خبریالانو د ملاتړ له یو شمېر نړیوالو بنسټونو سره په ناسته کې د دغه سازمان د ورپېژندنې او په افغانستان کې دننه او بهرمېشتو خبریالانو د وضعیت په اړه د ترسره شویو څېړنو پایلې وړاندې کړې.
په المان کې د بې پولو خبریالانو د سازمان استازې (Reporter without borders ) ، په برلین کې د فردریش نیومان بنسټ (Friedrich- Nauman- Stiftung Berlin)، له رسنیو څخه د ملاتړ نړیوال بنسټ (International Media Support) ، د بایرن د رسنیو د څېړنو موسسه (Media Lab Bayern)، د لیپزیک (Leipzig) پوهنتون د اړیکواو ژورنالیزم څانګه، د (Media in Cooperation and Transition) او (German Forum Media and Development) بنسټونو استازیو په دغه ناسته کې ګډون کړی و.
په پیل کې سازمان په افغانستان کې د دوو لسیزو دموکراسۍ په بهیر کې د ژورنالیزم او بیان ازادي په برخه کې د لوړو ژورو او لاس ته راوړنو په برخه کې د ترسره شویو څېړنو پایلې وړاندې کړې او په بله برخه کې پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.
لومړۍ څېړنه د AJSO سازمان د ویاندې آغلې حسینه شېرزاد وه، چې “ّ په افغانستان او تبعید کې ژورنالیستان” تر سرلیک لاندې چمتو شوې وه. ددغه بحث مهم موارد تر تبعید وړاندې د خبریالانو د کار، د تبعید دلایل او د هغوی لپاره د هغو ستونزو په اړه چې په خوندي هېوادونو کې ورته پېښې شوي او په کوربه هېوادونو کې د خبریالۍ د کار د دوام په لار کې د پرتو خنډونو په اړه معلومات وو.
دویمه څېړنه د AJSO سازمان د مشرتابه بورد د غړي ښاغلي حضرت بهار په مرسته ډاکترې انيا ولنبرګ وړاندې کړه، چې په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت او همدا راز تر طالبانو وروسته د خبریالۍ د وضعیت په اړه یې معلومات وړاندې کړل. په دغه څيړنه کې په تبعید کې خبریالانو ته د بورسیو، دیجیتالي زدکړو، امنیت او له طالبانو سره د مرکو، په ټولنه کې د رسنیو اوسمهالې ونډه، د خبریالانو لپاره د بنسټي حللارو موندلو په اړه وړاندیزونه د دغې څېړنې غوره برخې وې.
درېیمه څېړنه، چې ( په اوسمهالي افغانستان کې د ښځو وضعیت) نومیده د AJSO اجرایوي مدیرې آغلې فرشته همتي له خوا وړاندې شوه، په دې څېړنه کې د تلویزیونونو د ښځینه ویاندانو، د هغوی د ربړو، او په کار کې د خنډونو په اړه څرګندونې وشوې. همدا را ز یې د دغو مېرمنو ونډه د ولسواکۍ په پراختیا کې وارزوله.
څلورمه وینا د تګزاس پوهنتون استادې او د AJSOسازمان سلاکاري آغلې ډاکترې شګوفه دستګیر وکړه، چې د کابل پوهنتون د پخوني استاد او د AJSO سازمان د بورد مسؤل ښاغلي پوهنیار حامد عبیدي په همکارۍ چمتو شوې وه، چې موضوع یې ( د طالبانو له خوا د ټولیزو رسنیو د کارونې څرنګوالی) وه.
د ناستې په دویمه برخه کې د آغلې شېرزاد او په پاکستان کې د AJSO استازي ښاغلي شېرشاه نوابي له خوا د سازمان د موخو په اړه معلومات ورکړل شول، همدا راز د هغو کړکېچنو حالاتو په اړه خبرې وشوې، چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې خبریالانو ته ورپېښ دي او بېلابېل فشارونه یې ځوروي. په خبرو کې پر دې ټينګار وشو، چې اړوند بنسټونه ښايي د دغو خبریالانو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي. د سازمان غړیو له ټولو اړونده نړیوالو بنسټونو څخه په ځانګړې توګه د دغو خبریالانو وضعیت ته پاملرنه وغوښته.
وروسته د اړونده بنسټونو استازو د سازمان له کړنو او برنامو څخه ملاتړ وښود او د افغانستان مېشتو او بهر مېشتو خبریالانو د ملاتړ په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.