📢 څېړنیز راپور: د طالبانو د ۵ کلنې واکمنۍ پر مهال د افغان رسنیو ارزونه؛ د جولای له ۱۰مې د اگسټ تر ۱۰مې د ولایتي او ساحوي ننګونو بېلگې
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د افغانستان د رسنیز وضعیت او د پېښو په اړه خپل نوی هراړخیز څېړنیز راپور خپروي. دغه راپور د طالبانو د واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې له رامنځته شویو جوړښتي ننگونو پیلېږي او د تېرې یوې میاشتې (د جولای له ۱۰مې د اگسټ تر ۱۰مې) ساحوي معطیات د یوې عینی بېلگې (Case Study) په توگه ارزوي.
د راپور مهمې او بنسټیزې موندنې:
📌 د مطبوعاتو ازادۍ په شاخص کې پرځېدل: د بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) د درجهبندۍ لهمخې، افغانستان د جدول پای ته لوېدلی او دغه هېواد د خبریالانو لپاره د «جبري تبعید نړۍوال مرکز» بلل شوی دی.
📌 د خبریالانو بېساری مهاجرت: یوازې د یاد بنسټ په مستقیم ملاتړ د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ ۶۷۷ افغان خبریالان له هېواد نه وتلي چې دا په نړۍ کې د دې سازمان له لوري د ایستل شویو ټولو خبریالانو نږدې نیمایي (۴۶ سلنه) جوړوي.
📌 ولایتي او ساحوي استبداد: د جولای له ۱۰مې د اگسټ تر ۱۰مې د امسو موندنې ښیي چې په کابل، کندهار، ننگرهار، بدخشان، زابل، هلمند، ارزگان او نورستان کې د استخباراتي منگولو، موضوعاتي او انځوریز سانسور، د خبریالانو نیولو او ان له بهرنیو او تبعیدي رسنیو سره د اړیکو په تور تر جدي گواښونو لاندې کار روان دی.
🔗 بشپړ راپور دلته ولولئ:👇
Pashto
