د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) په کابل کې د «پیگرد خبري اژانس» د مسؤل، ښاغلي احمد جاوېد نیازي نیول کېدل په کلکه غندي او دا کار د بیان ازادۍ او رسنیز فعالیت پر وړاندې یو جدي خنډ بولي.
باوري سرچینو او د ښاغلي نیازي خپلوانو امسو ته منلې چې نوموړی پرون (پنجشنبه، د مې ۷مه) ماښام ناوخته په کابل کې په خپل کاري دفتر کې د طالب استخباراتو له لوري نیول شوی او تر اوسه یې د برخلیک په اړه کره معلومات نشته.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د ښاغلي نیازي ترڅنگ پنځه نور خبریالان هم په بند کې دي چې دغه وضعیت په هېواد کې د رسنیو د کاري خوندیتوب په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) له اوسني حاکمیت نه جدي غوښتنه کوي چې احمد جاوېد نیازی او نور بندي خبریالان سملاسي او پرته له کوم قید او شرط خوشې کړي.
سازمان پر نړۍوالو بنسټونو او د رسنیو پر ملاتړکوونکو سازمانونو غږ کوي چې په افغانستان کې د افغان خبریالانو د ژوند د خوندیتوب او د هغوی د حقونو د تأمین په برخه کې خپل فشارونه ډېر کړي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان یو وار بیا ټینگار کوي چې د خبریالانو نیول او د هغوی ځورول نهیوازې دا چې ستونزې نهحلوي، بلکې د ولس او د رسنیو ستونزو لا ډېروي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)