له اطلاع رسونې تر تبلیغاتو؛ په مارچ میاشت کې د خبریالانو پر وړاندې د نویو ننګونو ارزونه

 

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د راټولوشویو معلوماتو پر بنسټ، په تېره مارچ میاشت کې پر رسنیو او خبریالانو فشارونه په بې‌ساري ډول ډېر شوي دي. دا موارد په لاندې ډول په ۶ اساسي کټګوریو کې له ۱۰ خبریالانو سره د خبرو له‌مخې، راټول شوي دي:

۱. د جګړې او امنیتي پېښو سانسور (د ډیورنډ فرضي کرښې نښتې)؛*خبریالان مجبور شوي چې یوازې د طالبانو په ګټه تبلیغاتي راپورونه خپاره کړي. *د طالبانو د مرګ‌ژوبلې (مړو او ټپیانو) پر خپرولو کلک بندیز لګول شوی دی. *پاکستاني لوري لپاره د «رژیم» کلیمې کارول اجباري شوي دي. *خبریالان باید داسې محتوا تولید کړي چې د خلکو احساسات وپاروي او وښيي چې مقابل لوری د مخامخ جګړې توان نه‌لري. *د ولسي لاریونونو پرمهال د توندو شعارونو د غږونو او ویډیوګانو پر خپرولو بندیز.

۲. پر ښځینه‌وو او زده‌کړو محدودیتونه:
* په جنوبي ولایتونو (کندهار، زابل، روزګان او هلمند) کې له ښځینه‌وو سره د ټیلفوني اړیکو او مرکو پر کولو مطلق بندیز.
* له پاکستان نه د راستنېدونکو ښځینه کډوالو د ویډیو او مرکې منع کول.
* د نجونو د زده‌کړو په اړه د پوښتنو په کولو او یا په شخصي اکونټونو کې د هغوی په ملاتړ د لیکنو پر کولو بندیز.
۳. د محتوا کنټرول او اجباري تبلیغات:
* د طالبانو د مشرانو لپاره د محترمانه القابو کارول اجباري شوي.
* د طالبانو د مشر د فرمانونو په اړه د مثبتو راپورونو چمتو کول.
* د پخواني جمهوریت د چارواکو په اړه د توهینوونکو راپورونو جوړول. * د هغو کورنیو په اړه راپورونه چې د «جمهوریت» پر وړاندې یې جګړه کې غړي له لاسه ورکړي. * د نیمګړو پروژو د تعقیبي راپورونو پر جوړولو بندیز.
۴. د خبریالانو څارنه او شخصي ازادي
* د استخباراتو له لوري په ټولنیزو رسنیو کې د خبریالانو د پوسټونو او تبصرو (کمنټونو) دقیق څارل. * له هېواده بهر له رسنیو او خبریالانو سره د معلوماتو پر شریکولو او اړیکو ساتلو کلک بندیز.
۵. عملیاتي او ساحوي محدودیتونه
* ولسوالیو ته له تګ وړاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو څخه د اجازې اخیستل. * د منفي خبرونو او د خلکو د جدي شکایتونو له خپرولو مخنیوی. * خبریالانو ته پر وخت د معلوماتو او غږیزو کلېپونو نه ورکول (د معلوماتو لاسرسي محدودیت).
تحلیل او پایله
د پورته ذکر شویو «۲۴ مواردو» په ارزونه کې لاندې درې ټکي په نښه کېږي: د رسنیو د خپلواکۍ مړینه: * طالبانو رسنۍ له یوه خبري او اطلاع رسوونکي حالت نه، د خپل رژیم په «تبلیغاتي دستګاه» بدلې کړې دي. د منفي خبرونو منع کول او د اجباري القابو کارول د بیان ازادي په بشپړ ډول له منځه وړې ده.

2. سیسټماټیک سانسور: *د استخباراتو له لوري د خبریالانو د شخصي حسابونو څارل ښيي چې خبریالان نه یوازې په کاري چاپیریال کې، بلکې په شخصي ژوند کې هم تر رواني فشار لاندې دي.
3. د جنسیتي تبعیض زیاتوالی: *په ځانګړو ولایتونو کې له ښځینه وو سره د اړیکو منع کول د دې ښکارندویي کوي چې طالبان غواړي د ټولنې نیمه برخه (ښځې) په بشپړ ډول د رسنیو له چوکاټ نه وباسي او غږ یې نړۍوالو ته ونه رسېږي.

پایله: په افغانستان کې د روان وضعیت دوام به د یو اړخیزو او غیر واقعي معلوماتو د خپرېدو لامل شي چې په اوږدمهال کې د ولس او حاکمیت ترمنځ واټن نور هم زیاتوي او د رسنیو مسلکي بنسټونه له پاشل کېدو سره مخ کوي.