د کب ۲۷مه؛ د خبریال ملي ورځې په مناسبت

 

 

 

د کب ۲۷مه په هېواد کې د خبریال له ملي ورځې سره سمون لري. یاده ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې افغان خبریالان او رسنیز کارکوونکي د معلوماتو رسونې په لار کې له بې‌مخینې ننگونو، محدودیتونو او اقتصادي ستونزو سره لاس او گرېوان دي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د دې ورځې په مناسبت د هېواد ټولو زړورو خبریالانو ته مبارکي وایي او د هغوی نه‌ستړې کېدونکې هڅې چې په سختو شرایطو کې د حقیقت‌رسونې لپاره یې کوي، د ستاینې وړ بولي.

سازمان د خبریال ورځې په مناسبت پر ټولو خواوو عږ کوي چې خبریالانو ته په خپل وخت او شفاف ډول د معلوماتو ورکولو په برخه کې همکاري وکړي. معلوماتو ته لاسرسی د بیان ازادۍ بنسټ او د ولس حق دی.

د خبریالانو فزیکي او رواني خوندیتوب زموږ سره کرښه ده. موږ غوښتنه کوو چې د رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د هر ډول فشار او ګواښ مخه ونیول شي او د هغوی مسلکي خوندیتوب تضمین شي.

له‌بده مرغه په هېواد کې د رسنیو پاشل‌شوي اقتصادي وضعیت ته په پام، موږ له نړۍوالو سازمانونو او د رسنیو له ملاتړکوونکو بنسټونو غواړو چې له افغان رسنیو او خبریالانو سره په دې ستونزمن بهیر کې خپلې مرستې جاري وساتي څو د رسنیو د فعالیت د درېدو مخه ونیول شي.

سازمان په خپل وار له ټولو خبریالانو هیله کوي چې په خپلو راپورونو کې بې‌پرېتوب، دقت او د ژورنالېزم د اخلاقي اصولو مراعاتولو ته لومړیتوب ورکړي.

افغان خبریالان د ټولنې سترگې او غوږونه دي. د هغوی د غږ خاموشه‌کول د ټولنې د پرمختگ مخنیوی دی. (AMSO) ژمن دی چې په هر ډول شرایطو کې د خبریالانو د حقونو د دفاع او د رسنیو د پیاوړتیا لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

په درنښت،
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)