د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) په غزني کې د «خوشحال تعلیمي راډیو» د نشراتو د درېدو په اړه ژوره اندېښنه څرگندوي.
خوشحال راډیو په تېرو کلونو کې ثابته کړې چې خپرونې یې یوازې تعلیمي بڼه لري او تل یې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په پوره درناوي سره د هېواد د بچیانو د ذهني روښانتیا لپاره کار کړی دی.
د سازمان د معلوماتو پر بنسټ، تر دې دمه داسې کوم مستند، شواهد او قانوني دلیل نه دي وړاندې شوي چې وښيي دغې راډیو دې له اصولو یا ټولنیزو او فرهنگي ارزښتونو سره په ټکر کې څه نشر کړي وي.
د دې رسنۍ مسؤلینو ویلي چې په ټولنیزو رسنیو کې د یادې موضوع په اړه ځینې ناسم او مبالغهامېز معلومات خپاره شوي چې د زدهکوونکو او والدینو اندېښنې یې ډېرې کړې دي. سازمان ټینگار کوي چې رسنۍ باید د شایعاتو پر بنسټ تر فشار لاندې رانهوستل شي.
خوشحال راډیو په بېلابېلو ولایتونو کې د تعلیمي خپرونو رسمي قراردادونه لري او په نورو سیمو کې یې فعالیتونه په عادي او قانوني ډول دوام لري چې دا په خپله د دغې رسنۍ د سالم فعالیت نښه ده.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان له اړوندو ادارو او په ځانگړې توګه په غزني ولایت کې له ځايي طالب چارواکو نه غواړي چې دغه موضوع د تفاهم، خبرواترو او روښانه وضاحت له لارې حل کړي. د نشراتو بندول نه یوازې د بیان ازادۍ او رسنیز فعالیت ته زیان رسوي، بلکې په زرگونو زدهکوونکي له هغه یوازیني تعلیمي فرصت څخه هم محروموي چې دوی یې په کورونو کې لري.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان ډاډمن دی چې د قانوني چوکاټونو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د ستونزو حل د ولسونو او حاکمیتونو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کوي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان