د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د د «راه فردا ټلوېزیون» د نشراتو د بندېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او دا اقدام په کلکه غندي.
د بیان او رسنیو ازادي د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو څخه دي او د هرې ټولنې اساسي ستنې ګڼل کېږي. د رسنیو د فعالیتونو محدودول او د هغوی د نشراتو مخهنیول، له دغو اصولو نه ښکاره سرغړونه ده او د بیان ازادۍ په برخه کې له منل شویو ملي او نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې عمل بلل کېږي.
رسنۍ د معلوماتو په رسونې، د عامه پوهاوي په لوړونې، د شفافیت او ځوابویلو په پیاوړتیا کې اساسي رول لري. پر رسنیو هر ډول فشار، ګواښ یا جبري بندول، د ازادې اطلاعرسانۍ فضا محدودوي او د خلکو د معلوماتو د لاسرسي حق تر پښو لاندې کوي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان له اوسنیو واکمنانو غواړي چې د بیان ازادۍ اصل او د وګړو د معلوماتو د لاسرسي حق ته په درناوي سره، پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او د «راه فردا ټلوېزیون» فعالیت بیاپیل ته زمینه برابره کړي.
همداراز، د بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ له ملاتړکوو ملي او نړۍوالو بنسټونو غواړو چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د ملاتړ لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
موږ یو ځل بیا د بیان ازادۍ، د رسنیو خپلواکۍ او د خلکو د معلوماتو د لاسرسي د حق د دفاع په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګار کوو.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان