مطبوعاتي بلنلیک!

 

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د افغان خبریالانو د خوندیتوب او ملاتړ لپاره په پاریس کې اعتراضي لاریون کوي. دغه لاریون د هغو لسګونه افغان خبریالانو د حقونو ملاتړ په موخه کېږي چې د جګړو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي او دا مهال په پاکستان او ایران کې د فرانسې بشرپاله ویزو ته په تمه دي.

سازمان ټینګار کوي چې په پاکستان او ایران کې لسګونه افغان خبریالان د فرانسې بشرپاله ویزو ته په تمه دي او د ویزو پراسېس ورو بهیر او رد د هغوی ژوند له جدي امنیتي او مالي ستونزو سره مخامخ کړی دی.

له ټولو فرانسوي او افغان خبریالانو، رسنیو او د بیان ازادۍ ملاتړکوونکو نه په درنښت غوښتنه کېږي چې د دغه لاریون د خبري پوښښ او د افغان خبریالانو د غږ په پورته‌کولو کې ګډون وکړي.

وخت: د ډېسمبر ۲۰مه، د ماسپښین ۲:۰۰ بجې
ځای: رېپوبلیک میدان (Place de la République, Paris)
اړیکه:

+33780138568
hafiz.miakhel@ajso.org

په ډېر درناوي،
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)