د «امن خوېندې» فلوشيپ په بریالیتوب پای ته ورسېد

 

د «امن خوېندې» درې میاشتنی ډیجیټلي خوندیتوب فیلوشیپ چې د ۱۵ ښځینه خبریالانو لپاره جوړ شوی و، په بریالیتوب سره پای ته ورسېد. د دغه پروګرام د سندونو د وېش مراسم د ۲۰۲۵ کال د ډېسمبر پر ۳مه د همکاره بنسټونو د استازو، استادانو او یو شمېر ښځینه خبریالانو په ګډون ترسره شول.

 

دغه مراسم د انټرنیوز د افغانستان د پروګرامونو مسؤلې، شرمینه بویل، په وینا پیل شول. هغې د AMSO له هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا ډول روزنیز پروګرامونه د افغانستان په اوسنیو سختو او محدودو شرایطو کې خورا مهم او اړین دي.

 

په دوام کې د دې دورې دوو استادانو شګوفه دانش او نظیفه جلالي د پروګرام د بهیر او ګډون‌والو د پرمختګ راپور وړاندې کړ. دوی وویل چې فیلوشیپ په دوه برخو کې عملي شوی: لومړی د ښځینه کمېټې دوو غړو ته ځانګړې مسلکي زده‌کړې ورکول او بیا ۱۵ ښځینه خبریالانو د دې مهارتونو لېږد.

 

وروسته د ګډون‌والو تصدیق‌لیکونه ووېشل شول. ګډون‌والو دغه فیلوشیپ اغېزناک او ګټور وبللو او وویل چې ترلاسه شوي مهارتونه به یې د مسلکي امنیت او رسنیو په فعالیت کې ډېر مرسته وکړي. هغوی د دې ډول پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

 

په پای کې د «امن خویندې» فیلوشیپ مسؤلې فرشته همتي د ګډون‌والو له هڅو او زحمتونو مننه وکړه او ویې ویل چې AMSO ژمن دی چې په افغانستان کې دننه او بهر د ښځینه خبریالانو لپاره ملاتړکوونکي، قوي، مسلکي خوندیتوب او تخصصي زده‌کړو نور پروګرامونه هم عملي کړي.