د «رهبرۍ او عدالت‌غوښتنې» د روزنیز پروګرام د پای ته رسېدو راپور

 

د «رهبرۍ او عدالت‌غوښتنې» روزنیز پروګرام چې د جون پر ۱۵مه نېټه پیل شوی و، د روان کال د اکټوبر پر ۲۵مه نېټه په رسمي ډول پای ته ورسېد. دغه روزنیز پروګرام د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان له‌خوا ترسره شو او موخه یې د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو د ظرفیت پیاوړتیا په ځانګړي ډول د رهبرۍ، د رسنیو د مدیریت او عدالت‌غوښتنې په برخو کې و.

په دې روزنیز پروګرام کې د هېواد له بېلابېلو سیمو نه سل خبریالانو او د بشري حقونو فعالانو ګډون کړی و. یاد پروګرام دوه اصلي برخې لرلې چې په هره برخه کې د رهبرۍ او عدالت‌غوښتنې اړوند عملي او نظري مهارتونه ورزده کړل شول.

د دغه پروګرام یوې ګډون‌کوونکې نګینه قیومي خپله تجربه داسې بیانوي: «زما لپاره دا پروګرام د ډېرو نورو روزنیزو پروګرامونو برعکس یوه روزنیزه او الهام‌بښونکې تجربه وه‌ چې د تدریس طریقه یې ډېره عملي، متقابله او د نظرونو او تجربو د تبادلې پر بنسټ ولاړه وه. د دې پروګرام په پایله کې زما مهارتونه د رهبرۍ، د رسنیو د مدیریت او عدالت غوښتنې په برخو کې پیاوړي شول او زما لیدلوری د ټولنیزو بدلونونو په برخه کې د رسنیو د رول په اړه لا پراخ شو. ډله ییز فعالیتونه ډېر اغېزمن او انګیزه ورکوونکي وو، چې د غړو ترمنځ یې د همکارۍ او ګډ فکر روحيه پیاوړې کړه. زه د دې ډول پروګرامونو دوام د ځوانانو او د راتلونکو رهبرانو د ځواکمنتیا لپاره یو مهم ګام بولم.»

د پروګرام یوه بله ګډون کوونکې انوشه ایوبي وايي : «د رهبرۍ او عدالت غوښتنې دا روزنیز پروګرام د هغو تر ټولو ګټورو پروګرامونو څخه و، چې تر اوسه مې پکې ګډون کړی دی. د نورو پروګرامونو په پرتله دې پروګرام ډېره ازاده او متقابله فضا لرله؛ ګډونوالو کولی شول په ازاد ډول خپل نظرونه وړاندې کړي او د یو بل له تجربو زده‌کړه وکړي. مطرح‌شويو موضوع‌ګانو، په ځانګړي ډول د رسنیو د مدیریت او اغېزمنې عدالت‌غوښتنې په برخه کې زما لید د ښځو د رهبرۍ د رول په اړه لا ژور کړ او زما انګیزه یې د رسنیو په ډګر او د ښځو د حقونو د ملاتړ په برخه کې نوره هم پیاوړې کړه.

همداراز، ګډه ډله‌ییزه چاره ډېره روزونکې وه او د دې لامل شوه چې له عملي لارو د رهبرۍ، ګډو پرېکړو او د موضوعګانو د شننې له مهارتونو سره بلد شو. زما په باور، د دې ډول پروګرامونو دوام نه یوازې د رهبرۍ او رسنیزو برخو کې د ښځو د ظرفیت د پیاوړتیا لپاره اړین دی، بلکې دا کولای شي د پیاوړو او باخبره ښځو یوه پیاوړې شبکه د لا ښه راتلونکي لپاره رامنځته کړي.»

د یاد پروګرام په پای کې د پروژې مسوولې فرشته همتي له ګډونوالو نه د مننې ترڅنګ د ښځینه خبریالانو د دوامداره ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د دې پروګرام له مهمو لاسته‌راوړنو څخه یو هم د ښځینه خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو د یوې شبکې رامنځته کېدل دي، چې نه یوازې یې نظري پوهه ترلاسه کړې، بلکې پر ځان د باور کولو، د همکارۍ روحيه او د دننه او بهر د فعالیت لپاره لا ډېره هڅونه موندلې ده.

د ګډونوالو د غوښتنو په پام کې نیولو سره چې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ له سازمان څخه یې د ورته پروګرامونو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده، ژمنه کوو چې د همکارو بنسټونو په همغږۍ به خپل تمرکز د دې ډول پروګرامونو پر دوام او پراختیا لا پسې زیات کړو. زه د دې پروژې د همغږې کوونکې په توګه باور لرم، چې د افغان ښځینه خبریالانو پر ظرفیتونو پانګونه د عادلانه او پیاوړي افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده. همدارنګه، د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان ژمن دی چې له ښځینه خبریالانو که دننه په هېواد کې وي او که له هېواد څخه بهر خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او دا ملاتړ به پرله‌پسې دوام ولري.»

د دې روزنیز پروګرام موخه چې د رهبرۍ د مهارتونو لوړول، د عدالت غوښتنې د ظرفیت پیاوړتیا او د پیاوړو ښځو د شبکې رامنځته کول دي، د افغانستان په رسنیز ډګر کې د ښځو د فعاله ونډې د ملاتړ په لور یو اغېزمن ګام بلل کېږي.