حامد عبیدي: افغانستان یوازینی هېواد دی چې ښځې په‌کې د کار کولو اجازه نه‌لري

 

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) مشر حامد عبیدي د اوسلو پوهنتون له انلاین ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې د افغانستان رسنیو او لوړو زده‌کړو نازک وضعیت په خبرې کړې دي.

دی وايي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د بيان ازادي ډېره محدوده شوې او دغه هېواد اوس د رسنيو د ازادۍ په نړۍواله درجه بندۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې څخه ۱۷۵م ځای لري. د هغه په ​​وینا، نور په هېواد کې هېڅ ډول انتقادي او څېړنیز ژورنالېزم امکان نه‌لري او خبریالان اړ دي چې د طالبانو روایت منعکس کړي.

عبیدي زياته کړې: «افغانستان نن د خبریالانو لپاره د نړۍ له پنځو ترټولو خطرناکو هېوادونو څخه دی.» هغه همداراز ټینګار کړی چې په جلاوطنۍ کې افغان رسنۍ د هېواد د حالت په اړه د خبررسونې یوازینۍ خپلواکې سرچينې دي.

عبیدي د مرکې په یوه برخه کې د ښځینه خبریالانو وضعیت «فاجعه‌» بللې او وايي: «شاوخوا ۲۰ ولایتونه هېڅ ښځینه خبریاله نه‌لري. ښځو ته له سړیو سره د مرکې، په خبري غونډو کې ګډون او ان د نارینه له ملتیا پرته د تګ‌راتګ اجازه نه‌لري.»

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) مشر د یوې نوې څېړنې په اړه هم معلومات ورکړي چې له ۱۴۷ افغان خبریالانو سره په جلاوطنۍ کې ترسره شوې ده. د دې څېړنې پایلې ښيي چې ۹۵ سلنه خبریالان د کوډشویو پیغام‌رسوونکو او ټولنیزو شبکو له لارې د هېواد دننه خبرونه راټولوي، خو ۷۱ سلنه یې د خپلو کورنیو او همکارانو د ګواښلو له امله ځان‌ سانسوروي.

هغه خبرداری ورکړی چې د نړۍوالو ادارو له پراخ او اوږدمهالي ملاتړ پرته، په افغانستان کې خپلواک خبري پوښښ به له جدي ننګونو سره مخامخ شي.

د مرکې په پای کې عبیدي وویل: «افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځو ته په‌کې د کار کولو اجازه نشته او هغوی نه‌شي کولای د ټولنې برخه شي. دا یو بشري ناورین دی چې د ټولو پاملرنې ته اړتیا لري.»

د مرکې لېنک:

https://www.uniforum.uio.no/nyheter/2025/08/situasjonen-i-afghanistan-vedgar-oss-alle-som-menn.html