د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د هغو وروستیو څرګندونو په تړاو چې د ټولنیزو رسنیو پاڼو څارنې او د کاروونکو قانوني تعقیب ته اشاره کوي، ژوره اندېښنه څرګندوي.
دا څرګندونې چې پهکې ویل شوي «د ټولنیزو رسنیو نامشروع کارول قانوني څارنه لري»، د بیان ازادۍ او د خبریالۍ فعالیتونو پر وړاندې یو جدي ګواښ بلل کېږي. دا ډول محدودیتونه نه یوازې د رسنیو د ازادۍ فضا نوره هم تنګوي، بلکې د بشري حقونو او د رسنیو له حاکمیت نه هم سرغړونه ده.
موږ له ټولو رسنیو، خبریالانو او د ټولنیزو رسنیو له فعالانو غوښتنه کوو چې د دې ګواښونو پر وړاندې خپل ځانونه وساتي او د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره په ډیجیټلي فضا کې خپل خونديتوب ته لومړیتوب ورکړي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان، د خبریالانو او د رسنیو د فعالانو د ملاتړ تر څنګ، له نړۍوالو بنسټونو، د بشري حقونو له سازمانونو او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د دې ګواښونو پر وړاندې ودرېږي او په افغانستان کې د بیان ازادۍ او د رسنیو د حق ملاتړ وکړي.
موږ د بشري حقونو له ټولو بنسټونو، نړۍوالو سازمانونو او نورو اړوندو نړۍوالو چارواکو غواړو چې په دې حساس پړاو کې د افغانستان ملاتړ وکړي او د بشرپاله او حقوقي مرستو په برابرولو سره، خبریالان او د رسنیو فعالان له دا ډول ګواښونو خوندي کړي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)