د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د طالبانو لهخوا د «راه فردا» ټلوېزیون د فعالیتونو د ځنډېدو پرېکړې خواشینی کړی دی.
د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د بیان پر بنسټ، د دغه ټلوېزیون د خبریالانو او کارکوونکو د معاشونو او امتیازاتو د نهورکړې له امله شکایتونه کړي چې د یادې ډلې د رسنیو شکایتونو د څېړنې کمېسیون لهخوا څېړل شوي او پړېکړې شوې چې د دغه ټلوېزیون فعالیتونه وځنډول شي.
که څه هم د خبریالانو د حقونو خوندیتوب زموږ لپاره لومړیتوب دی او هره اداره باید د خپلو کارکوونکو حقونو ته ژمنه وي، خو له شفافې قضایي بهیر پرته د رسنیو ازاد فعالیتونه ځنډول، د بیان ازادي تر پوښتنې لاندې راولي.
سازمان پر دې باور دی چې د رسنیو هر ډول شکایت باید د عادلانه او خپلواکو قضایي مراجعو لهخوا وڅېړل شي او تر هغې باید د رسنۍ فعالیتونه محدود نه شي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له ټولو اړخونو غوښتنه کوي چې د رسنیو د خپلواکۍ، خبریالانو د حقونو او د قانون د واکمنۍ اصولو ته درناوی وکړي.
همداراز پر طالبانو غږ کوو چې د بیان ازادۍ د محدودولو پر ځای دې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د شته خنډونه لرې کړي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)