د «رسا ټلوېزیون او ټایمز» خبریال راشد کاشفي د نیول‌کېدو په اړه د AJSO غبرګون

 

د افغانستان له خبريالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د اوسنيو واکمنانو د استخباراتو له‌خوا د «رسا ټلوېزیون او ټایمز» خبريال راشد کاشفي د دویم ځل نيول‌کېدو او ناڅرګند ځاى ته د هغه د لېږدولو په تړاو ډېره اندېښنه لري.

د اوسنیو واکمنانو دا کړنه نه یوازې د خبریالانو له حقونو او د بیان ازادۍ څخه ښکاره سرغړونه ده، بلکې د افغان خبریالانو روان وضعیت څرګندوي چې په افغانستان کې د خبریالانو خوندي‌توب او مسلکي کار ته دوام ورځ تر بلې ځپونکی کېږي.

سازمان د هېواد پر واکمنانو غږ کوي چې سملاسي د ښاغلي کاشفي وضعیت روښانه او له کوم شرط او ځند پرته یې ازاد کړي. د رسنیو ازادي او د خبریالانو خوندي‌توب بنسټیز بشري حقونه دي چې باید د ټولو اړخونو له‌خوا په رسمیت وپېژندل شي او ورته درناوی وشي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو څخه غواړي چې په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو ازادۍ د خوندي‌توب لپاره پر اوسنیو واکمنانو لازم فشارونه راوړي، ځکه د خبریالانو خوندي‌توب او حقونه باید د دا ډوب ناوړه سیاستونو له وجې قرباني نه‌شي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان ژمن دی او هڅه کوي چې د وروستۍ پېښې په ګډون د ټولو نیول‌شویو او تر فشار لاندې افغان خبریالانو د ملاتړ لپاره خپل غږ پورته کړي او همداراز له ټولو رسنیو او اړوندو بنسټونو څخه غواړي کوي چې په دې حساسه شېبه کې د هغوی ترڅنګ ودرېږي.

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)