د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د پاکستاني پولیسو لهخوا د بيبيسي پخواني سینیر خبریال محمود کوچي او د هغه د زوی نیول، بنديکول او ځورول په کلکه غندي. دا پېښه د بیان د ازادۍ او د خبریالانو له بنسټیزو حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان، چې ډېری یې له افغانستانه د اوسني حاکمیت د ګواښونو او فشارونو له امله وتلي، له یوه ناوړه وضعیت سره مخ دي. د هغوی قانوني اسناد یا نه تمدیدېږي یا د پولیسو لهخوا نه منل کېږي، چې دا هره ورځ د هغوی د نیولو، ځورولو او ان د افغانستان ته د اجباري شړلو ګواښ ډېروي.
د AJSO سازمان غوښتنې:
۱- د پاکستاني پولیسو لهخوا دې د افغان خبریالانو ځورول، نیول او بندي کول سملاسي ودرول شي.
۲- هغه خبریالان چې قانوني اسناد نهلري، باید د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او نورو نړۍوالو بنسټونو لهخوا قانوني خونديتوب ته لاسرسی ولري.
۳- پاکستان دې د یوه کوربه هېواد په توګه د افغان خبریالانو لپاره د ازاد او بېګواښه ژوند زمینه برابره کړي.
۴- پاکستانی دولت او هلته د کډوالو مېشت بنسټونه دې د افغان خبریالانو د خونديتوب لپاره له نړۍوالو سازمانونو سره همکاري وکړي، نه دا چې هغوی ته د وېرې او ګواښ فضا جوړه کړي.
۵- په پاکستان کې د امریکا متحدهایالاتو په ګډون د لوېدیځو او نورو هغو هېوادونو سفارتخونې چې د افغان خبریالانو د کډوالۍ ویزو بهیر مخته وړي، باید ژر تر ژره له روان ناوړه وضعیت څخه د وتلو لپاره لاس پهکار شي، ځکه په دغه هېواد ورځ تر بلې د هغوی ژوند ته ګواښونه په ډېرېدو دي.
همداراز، له رسنیو او خبریالانو، د بیان د ازادۍ ملاتړکوونکو بنسټونو او د بشري حقونو ادارو څخه غوښتنه کېږي چې له افغان کډوالو په ځانګړې توګه خبریالانو سره د پاکستان د روان ناوړه وضعیت پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)