د ښځینه خبریالانو او د بشري حقونو فعالانو لپاره ځانګړی روزنیز پروګرام پیلېدل!

 

له هغه وروسته چې لومړی پړاو پروګرام په بریالۍ توګه پای ته ورسېد او تر ۱۰۰ ډېرې ښځینه خبریالانې او د بشري حقونو فعالانې وروزل شوې، د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د ښځو کمېټه ویاړي چې د دغه پروګرام دویم پړاو پیلېدو اعلان کوي.

🔹 د روزنې موضوعات:
✅ حقوقي مساعدت
✅ مسلکي رهبري

دا پروګرام یوازې د ښځو لپاره دی او انلاین او حضوري ترسره کېږي، د ګډون ظرفیت یوازې ۱۰۰ کسانو ته محدود دی. د شرایطو وړ کسان به د اېمېل له لارې د منل کېدو خبر ترلاسه کړي.

📌 د نوم‌لیکنې فرصت محدود دی!
متقاضیان کولای شي د لاندې لینک له لارې خپل غوښتن‌لیکونه وسپاري.

https://forms.office.com/r/gJ9cghfEUG

📅 د روزنیزو غونډو د پیلېدو نیټه وروسته اعلانېږي