نوموړی راپور د مطبوعاتو د ازادۍ د ځپلو یو دردونکی انځور وړاندې کوي. دا راپور چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر او د دغه سازمان د بشري حقونو د دفتر له خوا چمتو شوی، د بیان پر ازادۍ سختو محدودیتونو، خپلسري نیول، ناوړه چلند او پر خبریالانو د فشار زیاتوالي ته اشاره کوي.
د دغه راپور په خپرېدو یو ځل بیا د نړۍ پام د مطبوعاتو د ازادۍ ناورین او په افغانستان کې د خبریالانو له بنسټیزو حقونو څخه سرغړونې ته رااړولی او د خبریالانو او خپلواکو رسنیو د ملاتړ لپاره یې د نړیوالې ټولنې د سملاسي اقدام غوښتنه کړې ده.
د نورو جزئیاتو لپاره تاسو کولای شئ د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وېبپاڼې او ټولنیزو شبکو ته مراجعه وکړئ.