هرات کې پر انځور اخیستلو د بندیز په تړاو د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اندېښنه

 

له هرات څخه ځايي سرچینو د افغانستان له خبریالانو ملاتړ سازمان (AJSO) ته خبر ورکړی چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر غړو په وروستیو کې خبریالانو ته سپارښتنه کړې څو په رسمي او نارسمي غونډو کې د طالب چارواکو د انځور اخیستلو اجازه نه لري.

 

سازمان د اوسنیو حاکمانو پر دې کړنې اندېښمن دی او دا ډول محدودیتونه د بیان ازادۍ او د خبریالانو د مسلکي کار مخه نیسي؛ ځکه د خبریالانو لپاره انځور اخیستل ولس ته په راپور ورکولو کې د دقیق او مستند خبرونو ته د لاسرسي لپاره یو اساسي ابزار دی. د طالبانو له خوا پر خبریالانو د دا ډول بندیزونه لګول نه یوازې د افغانستان د رسنیو پر ازادۍ، بلکې د ولس پر اساسي حقونو هم مستقیم اغېز لري.

 

په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې محدودیتونه ډېر شوي چې په ځانګړې توګه د رسنیو پر فعالیتونو د فشار زیاتوالی څرګندوي. سازمات په جدي ډول په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې هر ډول محدودیتونه غندي او له طالبانو غوښتنه کوي چې د رسنیو خپلواکي ته دې درناوی ولري او د خبریالانو د خوندیتوب او د هغوی د مسلکي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره خوندي چاپېریال برابر کړي.

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان پر دې باور دی چې د ازادو رسنیو او د خبریالانو د خوندیتوب تضمین د افغانستان د ټولنې د پرمختګ او د ولس د حقونو د تأمین لپاره اړین دي. همداراز له نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو له مدافعانو د بیان ازادۍ اړوندو ملاتړو ادارو څخه غواړي چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي او په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت د ښه‌والي لپاره یو موټی شي.

 

په ډېر درناوي،
د افغانستان له خبریالانو ملاتړ سازمان (AJSO)