د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان او B4Change بنسټ د افغان خبریالانو او د رسنیو له فعالینو څخه د پیاوړتیا او ملاتړ په موخه د همکارۍ یو هوکړهلیک لاسلیک کړ. دا هوکړهلیک د افغانستان له خبريالانو د ملاتړ سازمان مرستيال بصيراحمد دانشيار او په هامبورګ ښار کې د B4Change بنسټ د استازي مسيح زارع په حضور کې لاسليک شو.
د دغه هوکړهلیک موخه په مسلکي برخو کې د افغان خبریالانو او رسنیو فعالانو د ظرفیتونو لوړول دي. د دغه هوکړهلیک په محتوا کې د روزنیزو پروګرامونو پلي کول، د تخنیکي او مسلکي ظرفیتونو لوړول او د سازمان د غړو لپاره د ملاتړ پروګرامو جوړول شامل دي چې د دې دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډې همکارۍ له لارې به یې څارنه وشي.
دا همکاري د افغان خبريالانو د تخنيکي او مسلکي ملاتړ د زياتوالي په برخه کې يو مهم ګام دی او په اوسنيو شرايطو کې د امنيت او بيان ازادۍ په پياوړتيا کې کولای شي اغېزمن رول ولري.