۸صبح ورځپاڼې د خپلو سیمهییزو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په تخار کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر ریاست د خبریالانو پر تصویري راپورجوړونې بندیز لګولی دی.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د حاکمې ډلې له خوا د خبریالانو پر تصویري راپورجوړونې دا لګېدلی بندیز په کلکه غندي او د خبري ازادۍ او ولسواکۍ حقونو پر خلاف کړنه یې بولي.
دا د خبریالانو دنده او رسالت دی چې حقایق د خلکو مخې ته راوړي؛ خو پر دوی د بندیزونو لګول یوازې د معلوماتو او ټولنیزو ناخوالو د پټېدو لامل کېږي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له ټولو خبريالانو، مدني فعالانو او بشري حقونو ملاتړکوونکو سازمانونو څخه غوښتنه کوي چې د دې بندیز پر خلاف غږ پورته کړي. سازمان د ټولو افغان او په ځانګړې توګه د تخار ولایت خبریالانو ملاتړ کوي او ټینګار یې پر دې دی چې د دوی حقونه او ازادي دې خوندي شي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له اوسنیو حاکمانو څخه په جدي ډول غوښتنه کوي چې دا بندیز دې سملاسي لېرې او خبریالانو ته دې د خپل کار د ترسره کېدو شرایط برابر کړي.
په ډېر درناوي؛ د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان