د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په ویاړ سره د آمو ټلوېزیون اجرائیه رئیس ښاغلي لطفالله نجفيزاده ته د کاناډا او بریټانیا د ازادۍ ګډې جایزې ترلاسه کولو مبارکي وایي او دا لاسته راوړنه ټولو افغان خبریالانو او خپلواکو رسنیو ته هم ډالۍ کوي.
دا ارزښتناکه بریا نه یوازې د ښاغلي نجفيزاده لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده، بلکې د هغو ټولو خبریالانو لپاره هم ده چې په دې سختو او خطرناکو شرایطو کې په مېړانه د بیان ازادۍ او کره اطلاعرسانۍ لپاره هڅې کوي.
دا نړیواله جایزه د افغان خبریالانو د ارادې او ژمنې یوه نښه ده چې د پرلپپسې ننګونو او ګواښونو پر وړاندې یې درېدلي دي. دا ښيي چې د حق غوښتنې او واقعیت بیان غږ لا ژوندی دی او نړۍ د دې زړورو کسانو هڅو ته ارزښت ورکوي. د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په ښاغلي نجفيزاده او د آمو ټیم ویاړي او دا بریا د رسنیو د ازادۍ د پیاوړتیا او د خپلواکو خبریالانو د حقونو د دفاع په لور یو اغېزناک ګام ګڼي.
درناوی،
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان