د ۸صبح په کلنۍ ناسته کې آغلې نوشابه اشنا ته د غوره خبریالې د جایزې مبارکي

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان خوشاله دی، چې پیاوړې او پېژندل‌شوې خبریالې نوشابه اشنا په واشنګتن کې د ۸صبح ورځپاڼې په کلنۍ غونډه کې په بېلابېلو برخو کې د نورو جایزو ترڅنګ د خبریالۍ په برخه کې د « قسیم اخګر روښانتیا» جایزه د امریکاغږ فعالې او نوموتې خبریالې مېرمن نوشابه اشنا ته ځانګړې شوې ده. دغه جایزه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې تېره ورځ مېرمن اشنا ته ورکړل شوه.

د ۸صبح مسئولینو څرګنده کړې ده، چې اغلې اشنا ته یې دغه جایزه د راډیويي خپرونو د چمتو کولو په برخه کې د غوره او مسلکي فعالیتونو لپاره ځانګړې کړې ده.

سازمان د خپلې دغې فعالې همکارې او د رسنوالو د صنف د پیاوړې غړې بریا لمانځي او د ۸صبح ورځپاڼې له دغه نوښت څخه هم مننه کوي.

دخوښۍ ځای دا دی، چې د افغانستان د رسنیو په نومهالې تاریخچه کې د نوشابه اشنا په څېر ګڼ پیاوړي خبریالان په تېره بیا د ښځینه خبریالانو ترمنځ نوموتې څېرې د بیان د ازادۍ دریځ ته راغلي او په دې برخه کې یې د افغانستان ښه استازولي کړې ده. د دغو خبریالانو دا بریاوې څرګندوي، چې په افغانستان کې که د نجونو او مېرمنو لپاره د زدکړو او کار زمینه برابره شي، په هره برخه کې به وځلیږي او په نړیوال کچ به لوړو دریځونو ته ځانونه ورسوي.

موږ یوځل بیا مېرمن اشنا ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د ژوند په هره برخه کې د دوی او نورو افغان خبریالانو بریاوو ته هیله‌من یو.

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان