د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د وضعیت په تړاو ژوره اندېښنه څرګندوي. د باوري سرچینو د راپورونو پر بنسټ په پاکستان کې ناپېژاندو وسلهوالو د اریانا نیوز پر مخکېني خبریال، عبدالعزیز سخيزاده برید کړی چې له کبله یې نوموړی ټپي شوی دی. سازمان دا کړنه په کلکه غندي او د نړۍ په هره سیمه کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي غوښتنه کوي.
پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغان خبریالان د رسنیز کار پرمهال له جدي ننګونو سره مخ وو/دي چې هغوی درېیمو هېوادونو ته د خپل ژوند د خوندیتوب په موخه تللي؛ خو له بده مرغه په دې وروستیو کې ان هلته هم د ژوند له خوندیتوبه نه دي برخمن او دې روان وضعیت پر هغوی ډېر ناوړه اغېز کړی دی. د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې د دې پېښې له عاملانو سره جدي چلند وکړي او د قانوني اقداماتو له لارې یې محاکمه کړي.
سربېره پردې، سازمان له هغو سفارتونو څخه چې د افغان خبریالانو قضیې ورسره ثبت دي، د هغوی د قضیو په بهیر کې د چټکتیا غوښتنه کوي. د خبریالانو د خوندیتوب لپاره اړینه ده چې دوی سملاسي امن هېوادونو ته ولېږدول شي څو ژوند او سلامتۍ ته یې زیان ونه رسېږي.
همداراز سازمان د افغان خبریالانو د امنیت د ښهوالي لپاره د نړيوالې ټولنې او د خبریالانو ملاتړ سازمانونو د همکارۍ غوښتنه کوي. د مطبوعاتو ازادي د ټولنې د پرمختګ او سولې لپاره بنسټیزه اړتیا ده، د خبریالانو د ژوند ساتنه باید د ټولو اړوندو ادارو او هېوادونو د مسؤلیتونو یوه لویه برخه وي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان ټینګار کوي چې د افغان خبریالانو امنیت، د هغوی ازادۍ او کار د خوندیتوب لپاره باید ټولې اړونده خواوې جدي پاملرنه وکړي. سازمان هیلهمن دی چې اړونده ادارې د دې مسئلې په حل کې خپلې هڅې لا قوي کړي او د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره ټول لازمي تدابیر په پام کې ونیسي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان