په ډېرې خواشینۍ او اندېښنې سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د «یک تلویزیون» مسوولینو په دې وروستیو کې د خپلو کارکوونکو د معاشونو او امتیازاتو له ورکړې ډډه کړې ده. دا وضعیت د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر خبریالان او د دې رسنۍ کارکوونکي د خپلو قانوني معاشونو او امتیازاتو د نه ترلاسه کولو له امله اعتراض او اعتصاب وکړي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان، د رسنیو د خبریالانو او کارکوونکو د قانوني او انساني حقونو په بشپړ ډول ملاتړ کوي او دا کار د کارکوونکو او خبریالانو د حقوقو ښکاره نقض ګڼي. رسنۍ د ډیموکراسۍ او مالوماتو د رسونې د یو اساسي رکن په توګه مکلفې دي چې د خپلو کارمندانو حقوق خوندي کړي او په دې برخه کې هر ډول بې غوري ولای شي د رسنیو باور او فعالیتونو ته جدي زیانونه پېښ کړي.
موږ د «یک تلویزیون» له مدیریت غواړو چې ژر تر ژره پر خپلو ژمنو ودرېږي او د خپلو کارکوونکو او همکارانو معاشات او امتیازات ورکړي. دې موضوع ته نه پاملرنه نه یوازې د یاد تلویزیون کارکوونکو ته زیان پېښولای شي، بلکې د دې رسنۍ د اعتبار او د لیدونکو باور هم اغېزمنولای شي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان همدارنګه له اړوندو ادارو، په ځانګړې توګه د بشري حقونو له ادارو او مربوطه ټولنو غوښتنه کوي، چې دې موضوع ته رسیدهګي وکړي او د خبریالانو او کارکوونکو د حقوقو دفاع وکړي.
موږ باور لرو چې د خبریالانو د حقونو خوندیتوب او تامین د بیان ازادۍ او په هېواد کې د خپلواکې اطلاع رسونې د دوام لپاره اساسي اړتیا ده.
په پای کې له ټولو خبریالانو او د رسنیو له درنو کارکوونکو غواړو چې په دې لاره کې د یووالي او اتحاد لپاره د خپلو همکارانو ترڅنګ ودرېږي او د هغوی لپاره عدالت وغواړي او که اړتیا وي د خبریالانو د حقونو ترلاسه کولو لپاره دې مدني حرکتونه وکړي.
درنښت،
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان