له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان، چې په درېیمو هېوادونو – په تېره بیا په ایران و پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت څاري، موندلي چې په دغو هیوادونو کې د فرانسې سفارت په یو وخت د لسګونه افغان خبریالانو د ویزو غوښتنې رد کړې. یاد سازمان په دغو دوو هیوادونو کې د افغان خبریالانو د نا څرګند برخلیک په اړه چې له تیرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د لویدیځو هیوادونو د ویزو په تمه دي، سخت اندیښمن دی.
په دې وروستیو کې له ایران څخه یو شمیر افغان خبریالان چې د طالبانو له ویرې دغه هیواد ته کډوال شوي، یاد سازمان ته ویلي چې په تهران کې د فرانسې سفارت په یو وخت د ۱۳ خبریالانو ویزې رد کړې دي. دغه خبریالان چې ځینې يي له دوو کالونو څخه ډیره موده کیږي په ایران کې د خپلو ویزو په تمه دي، په یوه ورځ د جون په ۲۶مه په تهران کې د فرانسې سفارت لخوا د کوم ځانګړي دلیل پرته د خپلو ویزو د رد ځواب ترلاسه کړ. په هغه ایمیل کې چې د فرانسې سفارت لخوا دوې ته شوی داسې لیکل شوي: «ستاسو د غوښتنې او شخصي وضعیت له دقیقې ازموینې وروسته، ستاسو د غوښتنې منل امکان نه لري.»
دغه خبریالان چې دا مهال په بې برخلیک حالت او له ناهیلۍ ډک ژوند تیروي د خپل راتلونکي په اړه سخت اندیښمن دي.
په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو په ډیریدو سره ځینې دغه خبریالان لا پسې اندیښمن شوي ځکه د ځینو خبریالانو د ایران د ویزو موده هم پای ته رسیدلې او د ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي.
د ایران تر څنګ د افغانستان بل ګاونډ پاکستان دی چې له اوږدې مودې راهیسې یو شمیر افغان خبریالان د لویدیځو هیوادونو د ویزو په تمه له ستونزو ډک ژوند تیروي.له پاکستان څخه یو شمیر افغان خبریالان، له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان ته ویلي چې په اسلام اباد کې د فرانسې سفارت هم د ځینو افغان خبریالانو د ویزو غوښتنې رد کړې.
له پاکستان څخه د بې اسناد افغان کډوالو د ایستلو پریکړه دغه ستونزه لا پسې ډیره کړې او د یو شمیر خبریالانو د ویزو موده هم پای ته رسیدلې چې د ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي.
د معلوماتو له مخې په دغو هېوادونو کې د دوې د هستوګنې ویزې نه تمدیدیږي او د ژوندتېرولو لپاره هم هېڅ راز اقتصادي وزله نه لري. دوی او کورنۍ یې له ولږې، بېبرخلیکۍ، ګواښ او ناهیلۍ کړیږي. یادو خبریالانو څرګنده کړې ده، چې وروستیو بدو تجربو ته په کتلو، افغانستان ته د دوی ستنول د دوی د نیول کېدو او مرګ په مانا ده.
سازمان د خپلو همکارانو دغه وضعیت ته کړیږي. موږ به له نړیوالو سازمانونو او مسئولو ټولنو سره د خپلو هراړخیزو اړیکو په ترڅ کې په جدي توګه د دغو خبریالانو په برخلیک خبرې او بحث کوو او په دې وسیله هم له ټولو بشردوستو هېوادونو، د فرانسې اړوندو بنسټونو، د بیان او رسنیو د خپلواکۍ له بنسټونو او د بشري حقونو او کډوالۍ له ټولو نړیوالو سازمانونو څخه په جدیت سره غوښتنه کوو، چې د دغو افغان خبریالانو د ژوند ژغورنې لپاره عملي اقدام وکړي او اجازه ورنهکړي، چې یو شمېر روښانه او متخصص افغانان له خپلو کورنیو سره د بشپړې ناهیلۍ، ډار او مرګ کومي ته سقوط وکړي.
د سازمان اړوند څانګې په دې اړه له بېلابېلو لوریو سره خپلو منظمو تماسونو ته دوام ورکوي.
درنښت
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان