د هوشنګ هاشمي د مړینې په مناسبت له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د خواخوږۍ پیغام

 

د خواشینۍ په څرګندولو سره، دا ځل د افغانستان د رسنیو کور د لرغوني هرات یو عکاس هوشنګ هاشمي د ژوند پور پرې کړ.

اروښاد هاشمي له ملي او نړیوالو رسنیو لکه دویچه‌وله، رویټرز او اسوشیټېډپرېس خبري اژانس سره د کار مخینه لرله. ده د سرطان ناروغۍ له کبله ژوند بایلود.

د هغه د کورنۍ غړو او دوستانو په خبره، ښاغلي هاشمي له میاشتو میاشتو راهیسې د امریکا سیاټل ایالت په یو روغتون کې بستر و او په سختو شرایطو کې یې له دغې ناروغۍ سره مبارزه کوله. اروښاد هاشمي جمعه، د چنګاښ پر ۱۵مه ومړ.

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د نوموړي ځوان عکاس پر مړینه د رسنیو کور او د هغه له خپلوانو سره خپله خواخوږي شریکوي.

اروا یې ښاده او یاد یې تلپاتې!