په کندز کې د طالبانو له لوري د «یک» ټلوېزیون خبریال عبیدالله احمدي د نیولو په هکله د (AJSO) سازمان اندېښنه

 

په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو وضعیت دا څرکندوي چې هلته لا هم د اوسنۍ حاکمې ډلې له لوري رسنۍ او خبریالان تر سختو فشارونو، ربړونې، سانسور او ګواښ لاندې دي.

په تازه پېښه کې تېره ورځ (وري ۵مه) د «یک» ټلوېزیون سیمه‌ییز خبریال عبیدالله احمدي د ناڅرګنده تورونو پر بنسټ نیول شوی چې د برخلیک په تړاو یې تراوسه هېڅ ډول معلومات نشته.

له خبریالانو سره د طالبانو ورته ناوړه چلند دا ثابتوي چې دغه ډله لا هم د بیان ازادۍ ته ژمنتیا نه لري.

د افغانستان خبریالانو د ملاتړ سازمان دغه وضعیت ته په جدي توګه اندېښمن دی او د عبیدالله احمدي نیونه په کلکه غندي او د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کوي.

دغه بنسټ ټینګار یې کوي چې ټول نړۍوال سازمانونه او د بشري حقونو بنسټونه دې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د داسې چلند د مخنیوي لپاره غږ پورته کړي.

په افغانستان کې مېشت خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د نړۍ تر هرې بلې سیمې زیات له ګواښ او زیانمنتیا سره مخامخ دي. دوی د کار لپاره لازمه خپلواکي، د بیان ازادۍ حق، اقتصادي ملاتړ او خلکو ته د اطلاعاتو د رسونې امکانات نه لري.

سازمان به هڅه وکړي چې د وروستۍ پېښې په ګډون د ټولو نیول شویو او تر فشار لاندې خبریالانو د ملاتړ لپاره غږ پورته کړي او د هغوی حقوقي وضعیت روښانه کړي.

 

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان