د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) په پام کې لري، چې په تبعید او په کور دننه افغانستان کې د افغان خبریالانو وضعیت و ارزوي.
له تاسې هیله کوو چې د خبریالانو د کره او دقیق وضعیت د څېړنې په موخه دې انلاین پوښتنلیک کې د زړه له اخلاصه ګډون وکړئ. ستاسې ګډون د دې نظر پوښتنې په بډاینه او د رسنیو او رسنوالو د ستونزو په څپړنه کې بشپړه مرسته کولای شي.
د دې نظر پوښتنې موندنې به له موږ سره مرسته وکړي چې د افغان خبریالانو ستونزې مشخصې کړي او د اغېزمنو حل لارو لپاره یې د ژورنالیستان له ملاتړو نړیوالو ټولنو سره شریکې کړو.
داسې حال کې چې افغان خبریالان په کور دننه او بهر له خورا ډېرو ننګونو سره مخ دي، دافغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان دا خپل مسوولیت ګڼي چې له ټولو ژورنالیستانو سره په ګډه د حل لارو موندلو په موخه خپلې هڅې روانې وساتي. نو همدې مخې ته د رسېدو لپاره، له تاسې هیله کوو چې د دې فورم په ډکېدو کې مرسته وکړئ.
د دې انلاین پوښتنلیک د ډکولو لپاره پر لاندې لینک کلېک وکړئ: https://forms.gle/7buy1Wx4ZWaD1ivMA