د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان ستراتیژیک پلان

۱۴۰۱ لمریز – ۲۰۲۲ زیږیز 

سریزه

موږ په یویشتمه پېړۍ کې ژوند کوو، چې د اړیکیو، چټکو اطلاعاتو او معلوماتو ته د لاسرسي زمانه ده. د بیان ازادي، د رسنیو خپلواک فعالیت او اطلاعاتو ته د هر وګړي د لاسبري حق د بشري حقونو د نړیوالو تعاملاتو په یوه حتمي او حیاتي برخه بدل شوي دي.

په افغانستان کې د ولسواکۍ د تمرین او شل کلن جمهوریت یوه لویه بریا د مطبوعاتو او بیان خپلواکۍ ته د ځان رسولو هڅه وه، چې اوس دننه په افغانستان کې په ټپه ولاړه ده. د رسنوالو او مطبوعاتي کورنۍ ګڼ غړي بهر کډوال شوي دي، بشري او تخنیکي ظرفیتونه د ضایع کېدو له ګواښ سره مخ دي.

په دې پار، چې :

  • د بیان ازادي، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، خپلواک مطبوعات او په دې برخه کې ټول راټوکېدلي بشري ظرفیت خوندي پاتې شي،
  • د رسنوالو د حقونو ساتنه وشي،
  • په هېواد دننه او بهر د امکان تر بریده افغانان لازم اطلاعات تر لاسه کړي،
  • په هېواد دننه او بهر، افغان ژورنالیستان او رسنوال د خپلو هراړخیزو ستونزو او غوښتنو د مطرح کولو او ورته د حللارو موندلو لپاره یو ګډ صنفی – مسلکی بنسټ ولري،
  • له ګواښ، زیان او رواني اسیبونو سره مخ افغان خبریالان وژغورل شي،
  • پورته یادو شویو موخو ته د رسېدو په برخه کې له ټولو معتبرو نړیوالو سازمانونو سره منظم، منطقي او مسلکي اړیکي ټینګ شي،
  • د افغان خبریالانو د مسلکي ظرفیت او توانمندۍ پورته کولو لپاره هراړخیز امکانات رامنځ ته شي،
  • او د هرې صنفي اړتیا پرمهال افغان خبریالانو ته د مراجعې صنفي ادرس رامنځته شي

موږ اروپا مېشتو خبریالانو او رسنوالو ” د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان بنسټ کېښود”، چې تر دې روسته به یوازې د (سازمان) په نوم یادیږي.

اړیکي:

سازمان به له رسنوالو ( خبریالانو او د رسنیو د سکتور کارکوونکیو)، افغان او بهرنیو رسنیو، نړیوالو سازمانونو، د بشري حقونو او فرهنګ و مطبوعاتو په برخه کې له نړیوالو بنسټونو او په دې برخه کې اغېزناکو مستقلو شخصیتونو سره اړیکي ټینګوي.

د سازمان لپاره درې ډوله اړیکي خورا مهم دي:

۱ـ  د امکان تر بریده له ټولو افغان خبریالانو، رسنوالو، رسنیو او مطبوعاتي بنسټونو سره، چې په افغانستان کې دننه او بهر ژوند او فعالیت کوي.

د دوی یو ډېتابېس جوړول او په یوه فعال نېټورک کې یې د نظریاتو ، غوښتنو، طرحو او ستونزو د شریکولو لپاره فعال ګډون او حضور ته لار هوارول.

۲-  له نړیوالو سازمانونو، مطبوعاتي بنسټونو، حقوقي، عدلي او بشري نهادونو سره، چې د مطبوعاتو په برخه کې کار کوي او د اړتیا پرمهال د افغان خبریالانو له حقونو څخه د دفاع لپاره مرسته کړلای شي.

۳- له افغان او بهرنیو متخصصانو، استادانو، مسلکي شخصیتونو، حقوق پوهانو او د صنفي ظرفیتونو د لوړولو له ماهرانو، ارواپوهانو او هغو کسانو سره، چې کړلای شي د سازمان د اهدافو له تحقق سره مرسته وکړي.

فعالیتونه

دننه په سازمان کې:

سازمان د روان کال (۲۰۲۲) د اګست په ۲۰ مه نېټه د موجودیت اعلان وکړ.

  • د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې سازمان په جرمني هېواد کې ثبت او رسماً یې د فعالیت قانوني جواز ترلاسه کړ.
  • سازمان تر ۲۰۲۳ کال تر پایه د خپلو تشکیلاتو، اداري  او تخنیکي جوړښتونو د بشپړولو لپاره لازم اقدامات کوي.
  • سازمان د خپلو چارو د لازمو مالي امکاناتو او مرستې د جذب لپاره اقدام کوي او د سازمان اړوندې څانګې باید: د ۲۰۲۳ میلادي کال تر پای پورې لنډمهالیو او تر دوو کلونو پورې منځمهالیو مالي اړتیاو ته سرچینې ومومي.
  • د ویبپاڼې، ټولیزو رسنیو جالپاڼو او نورو دریڅو فعالول، چې د سازمان پیامونه په اغېزناکه، چټکه او پراخه توګه ورسولای شي.
  • د رهبري بورډ، مدیریتي او مسلکي کومېټو تشکیلات بشپړ شوي دي.

د بهرنیو اړیکو په برخه کې:

د ټولو هغو اړیکیو د ټینګښت لپاره په سازمان کې ځانګړې کومېټه کار کوي، چې اړتیا یې مخکې یاده شوې ده.

له زماني پلوه لومړیتوب؛

الف:  افغان رسنوال، رسنیز او حقوقي بنسټونه،

ب: بهرني سازمانونه.

او

ج:  مرستندوی شخصیتونه او بنسټونه دي.

د ظرفیت جوړونې، مسلکي، څېړنیز او علمي پیاوړتیا په برخه کې:

دا څانګه درې اساسي برخې لري:

۱ـ آرشیف جوړونه:

د افغانستان د ژورنالیزم تاریخ. ټول علمي کتابونه، کلکسیونونه، د نوموتو ژورنالیستانو پېژندنې له شمس النهاره تر دې مهاله.

حقوقي اسناد: نړیوالې اعلامیې، کنوانسیونونه، قوانین او طرزالعملونه. په دوی کې هغه اسناد لومړیتوب لري، چې افغانستان لاسلیک کړي او غړیتوب یې لري. د بشري حقونو د اعلامیې له منښت څخه تر نن پورې.

د افغانستان په کچ ټول ملي حقوقي اسناد، د سراج الاخبار له زمانې را په دې خوا، قوانین، لوایح، جوړښتونه او نور. د جمهوریت د شل کلنې دورې اسناد لومړیتوب ګڼل کیږي.

۲- د منځپانګې هستونه ( تولید محتوا)، د لارښود متنونو تدوین:

د سازمان اعلامیې، پیامونه، تحلیلونه، حقوقي مشورې، لارښود متون او د سوابقو پر بنسټ د راتلونکي لپاره په ټاکلیو مهالویشوکې د سازمان د لرلید او ماموریت ټاکنه.

۳- څېړنه، زده کړه او ظرفیت لوړونه

د ژورنالیزم اساسات، دکړکېچ (بحران) پرمهال د خبریالي او خوندي ژورنالیزم لارښود، رسنیزه دایاسپورا یا د مهاجرت ژورنالیزم ( حقوقي او مسلکي لارښوونې)

ورکشاپونه، سیمینارونه، سېمپوزیمونه، تحلیلي ناستې، لنډمهالي او منځمهالي کورسونه او مرستندوی معلوماتي متون (ژباړه، تألیف، تدوین او د تجربو لېږد) په انلاین او حضوري بڼو.

د ښځینه رسنوالو او نورو اسیب پذیره خبریالانو د ځانګړي خوندیتوب لپاره لارښود متون او زدکړې.

ژورنالیزم د یوې داسې حرفې په توګه چې په چټکۍ سره نوی کیږي. (انلاین نړۍ). له تکنولوژۍ سره هممهال د ژورنالیزم د اساساتو بدلون، د اطلاعاتو په توپان کې د اړتیا وړ معلومات څنګه موندلای شو؟

انلاین ژورنالیزم.

کتابونه، د نصاب پر ورځ کول Updating

د ژورنالیزم اخلاق

څېړنیز ګزارشونه.

حقساتنه ، ملاتړ (دادخواهی او Advocacy ) 

د سازمان له مهمو مسئولیتونو څخه د افغان رسنوالو د بنسټي حقونو دفاع او ملاتړ دی. افغان خبریالان د کړکېچ (بحران) په زمانه کې ژوند او فعالیت کوي. په بېلابېلو شرایطو کې د دوی د ملاتړ لپاره ښايي په لاندې برخو کې فعالیتونه مهالویش شي:

د افغانستان مېشتو خبریالانو لپاره څه کولای شو؟

تر ټولو اسیب پذیره رسنوال هغه دي، چې د استبداد او اختناق تر تور سیوري لاندې فعالیت کوي. له هر راز ناوړه پېښې سره د دوی له مخامختیا سره هممهال باید سازمان د هغوی ملاتړ وکړي.

د افغانستان مېشتو رسنیو او رسنوالو د وضعیت په اړه دقیق اطلاع اخیستل او د اړتیا پر مهال خپرول. له نړیوالو حقوقي او ملاتړ ادارو سره دایمي تماس او (د افغانستان د وجدان غږ) په نامه د یوه ځانګړي حقوقي – مشورتي بورد جوړول، چې په کې افغان او بهرنی متخصصین او مدافع وکیلان شامل وي.

د یوه روڼ او ټولو ته د منلو وړ میکانیزم جوړولو په صورت کې د دغو خبریالانو د بېړني ملاتړ لپاره تر ځانګړي نظارت لاندې د یوه مرستندوی صندوق د جوړولو وړاندیز.

په منځمهاله موده کې د افغان رسنوالو لپاره د کلنیو معتبرو جوایزو د ټاکنې او ویش بنسټ جوړول.

په سیمه کې د مېشتو خبریالانو د برخلیک او ستونزو لپاره د امکان تر بریده هڅې، په پاکستان، ایران، منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو کې یو شمېر خبریالان د یوې نامعلومې راتلونکې په درشل کې ناست دي. له نړیوالو بنسټونو سره د دوی په اړه خبرې او د ژغورلو لپاره یې لازمه صنفي لابي.

په نړۍ کې د خورو ورو کډوالو افغان رسنوالو سره د هغوی د ځانګړیو ستونزو په برخه کې همکاري.

یو لومړیتوب به دا وي، چې مسلکي خبریالان د امکان تر بریده، له خپلې حرفې څخه لرې نه شي. یوه وېره دا ده، چې په لویدیزو هېوادونو کې کډوال خبریالان او رسنوال به د ځانګړیو مهاجرتي قوانینو له مخې په فیزیکي او غیر مسلکي  برخو کې کار کولو ته اړ شي. په دې برخه  کې د سازمان مناسب اقدام به وکړای شي، په هېواد کې د ثبات او یوه ملي حاکمیت د ټينګښت په صورت کې رسنیز ظرفیتونه بېرته هېواد ته ستانه کړي او ژر رسنیز ملي نظام بېرته په پښتو ودرولای شي.