په خواشینو شېبو کې مو خبر ترلاسه کړ، چې په ننګرهار کې د ” همیشه بهار “ رادیو ټلویزیون پر دفتر وسله والو طالبانو دوه ځلې وسله وال برید کړی او تر ګواښ، تاوتریخوالي او وېرې خپرولو روسته یې دغه رسنۍ تړلې ده. سازمان د دغه خبر په اورېدو په شدت ټکان خوړلی او په جدي توګه په افغانستان کې د رسنیو او رسنوالو ژوند و کار ته اندېښمن دی. د وسله پر لاس جګړه مارو تاوتریخجن برید پر هغو کسانو، چې یوازې یو قلم، مایک یا څو پاڼې کاغذ لري په ریښتیا چې د یویشتمې پېړۍ ټکان ورکوونکی تشدد دی.
سازمان په دې اړه د خپل احتجاج ترڅنګ، په جدي بڼه د افغانستان پر خلکو، رسنوالو او روښانفکرانو غږ کوي، چې د ورته فشارونو په وړاندې ویښ او سره یولاس پاتې شي. سازمان له ټولو نړیوالو اړونده سازمانونو غواړي، چې د داسې وحشتونو په وړاندې خپل مکلفیت ترسره کړي. موږ په جدي توګه کار کوو، چې افغان رسنۍ او رسنوال خوندي او د نړۍ د ویښو ضمیرونو له ملاتړ څخه برخمن وي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان
په ننګرهار کې پر یوه راډیوتلویزیون د وسله وال یرغل په اړه د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اعلامیه