د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستاني پولیسو د تاوتریخجنو عملیاتو په اړه د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اعلامیه

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان، په پاکستان کې د افغان کډوالو او هلته مېشتو خبریالانو په وړاندې د پاکستاني پولیسو د نیونې د دوام په اړه کره خبرونو جدي اندېښمن کړی دی.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان معلوماتو ښيي چې پاکستاني پولیسو د اسلام‌آباد په بېلابېلو سیمو کې د افغانانو نیونو ته دوام ورکړی، هغوی نیسي او د هستوګنې اسناد ترې غواړي. د معلوماتو پر بنسټ، پولیسو د اسلام‌اباد اړوند په بي۱۷ سکټور کې دوه افغان خبریالان نیولي او له پوښتنو ګروېګنو وروسته یې یو هغه خوشې کړی او د یک ټلوېزیون پخوانی خبریال طاهر سدید یې له ځانه سره بوولی دی.
بله‌خوا د اسلام‌اباد په ډي۱۷ سکټور کې هم افغان خبریالان وايي چې یوشمېر کسان له تېرو دوو اوونیو راهیسې په شخصي جامو او موټرو کې دغه سکټور ته ورځي او په بېلابېلو پلمو افغانان نیسي او پیسې ترې شکوي. یوشمېر افغان کډوالو د دغه وضعیت له کبله له یاد سکټور نه کډه کولو ته هم اړ شوي دي.
د افغانستان تر سقوط روسته یو شمېر افغانان، چې په هغوی کې خبریالان او مدني فعالان هم شامل دي، د ځانژغورنې لپاره پاکستان ته تللي، چې د حاکمې سیاسي فضا له مخې یې د هستوګنې اسنادو نوي کول د ناممکن تر بریده ستونزمن دي. دغې ستونزې پاکستاني پولیسو ته پلمه په لاس ورکړې، چې افغانان وترهوي، ویې نیسي، له هېڅراز حقوقي – قضايي سند پرته یې کورونو ته ورننوځي، ویې ربړوي او د هر راز اداري اجرااتو پرمهال هم د پيسو غوښتنه ترې کیږي. کره خبرونه وايي، چې یوشمېر کورنۍ د دې لپاره، چې ونه نیول شي، شپې له کورونو وځي او په پارکونو او سرکونو کې په قدم وهلو شپه شوګیر کوي.
د پاکستاني پولیسو دغه تاوتریخجن او بشري ضد اقدامات د کډوالۍ د ټولو نړیوالو تړونونو او هغو میثاقونو پرخلاف دي، چې پاکستان لاسلیک کړي دي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له پاکستاني حکومت څخه په ټینګار غواړي، چې بشري حقوق او نړیوال میثاقونه په پام کې ولري او بشري مسایل سیاسي نه کړي. سازمان د ملګرو ملتونو سازمان، UNHCR، د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو، د خبریالانو له حقونو د دفاع نړیوالو بنسټونو، په پاکستان کې دننه له رسنیزو بنسټونو او پاکستاني مدني – بشري حکمي او حقیقي شخصیتونو څخه جدي غوښتنه کوي، چې د دغو غیر انساني اقداماتو مخه ونیسي. سازمان ژمن دی، چې د خپلو دغو مظلومو هېوادوالو غږ به تر ټولو نړیوالو بنسټونو ورسوي او په دې برخه کې به له هېڅراز هلوځلو څخه لاس وانه خلي.
موږ د بیان پر ازادۍ او پر بشري ارزښتونو باورمنو له ټولو افغان او نړیوالو رسنیو څخه غوښتنه کوو، چې پر نړیوالو سټېژونو د پاکستان مېشتو افغان کډوالو لړزوونکی وضعیت څرګند کړي او د اړونده بنسټونو پام ورته راواړوي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان