د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د راه فردا راډیو ټلویزیون خبریال رضا شهیر د نیولو په اړه خپله اندیښنه څرګندوي .
رضا شهیر له ایران څخه د بیرته راستنیدو پرمهال د کابل ـ هرات له لویې لارې څخه نیول شوی او کوم نامعلوم ځای ته لیږدول شوی دی .
د یاد خبریال کورنۍ خورا اندیښمنه ده او لاتراوسه د شهیر د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نلري .
رضا شهیر په افغانستان کې تر یوې لسیزې زیات رسنیز فعالیت لري او د هیواد له مجربو خبریالانو څخه دی .
نوموړی چې د کابل تر سقوط روسته ایران ته تللی و، د ایران د دولت له خوا يې ویزه تمدید شوې نه ده او مجبور شوی، بېرته افغانستان ته راوګرځي، چې پر لاره طالبانو نیولی دی.
د جمهوریت تر سقوط روسته ګڼ شمېر خبریالان ایران، پاکستان او هند ته کډوال شوي، خو د ګاونډیو هیوادونو د سیاسي شرایطو پربنسټ د دوی ویزې نه غځیږي .
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو له سرپرست حکومته غواړي، چې د خبریالانو د ناپلوۍ اصل ته په پام او د رسنوال صنفي دریځ ته په درناوي رضا شهیر ژر تر ژره خوشې کړي .
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان یا AJSO له ملګرو ملتونو، UNHCR ، نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو د ملاتړ سازمان او د خبریالانو له ملاتړو ادارو غواړي، چې په ایران، پاکستان او هند کې د خبریالانو دوسیو ته د ژر تر ژره رسیدو لپاره جدي هڅې وکړي .
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د خبریالانو د حق غوښتنې پر ژمنتیا، د خپلو هیوادوالو غږ اړونده ادارو ته رسوي او په دې برخه کې به هېڅراز هڅې و نه سپموي .
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان
د طالبانو له خوا د افغان خبریال رضا شهیر د نیولو په اړه د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اندېښنه