په افغانستان کې د جمهوریت تر سقوط روسته، رسنیو، مدني ټولنې او د افغانانو بشري حقونو ته درناوي بنسټي زیانونه ولیدل.
د جمهوریت په شلو کلونو کې د افغانستان د اساسي قانون پربنسټ په بېلابېلو برخو کې د ولسواکي د بنسټي کېدو لپاره یوه هراړخیزه قانونمنده پروسه پیل شوې وه، چې په بهیر کې یې د افغان مېرمنو د حقونو ساتنه او د دوی د ټولنیزې ونډې اخیستنې اصل ته ډېره پاملرنه کېده.
مېرمنې د ټولنیز فعالیت په هره برخه کې فعالې وې، په تېره بیا په رسنیو کې د رهبرۍ او مدیریت تر پوړونو پورې یې ونډه خورا پاموړ وه.
ښايي دا په پام کې ولرو، چې د ښځو حضور له تعلیمي- تحصلي بنسټونو رانیولې بیا تر پارلمان او جرائیه ځواک او بیا په مدني ټولنو، رسنیو، د بشري حقونو د ساتنې په بنسټونو او فرهنګي برخو کې یو له بل سره ارګانیکې اړیکې لرلې.
څه پېښ شول؟
د طالبانو تر واکمنۍ راپه دېخوا د ښځو حضور ګام پرګام محدود شو، دا یوازې ښوونځي او پوهنتونونه نه دي، بلکې له رسنیو رانیولې تر بلې هرې برخې د ښځو فعالیت محدود شوی او یا هم په بشپړه توګه ممنوع شوی دی.
یو توپير:
دا ځل طالبانو د خلکو او نړیوالې ټولنې د تېرایستلو لپاره دغه محدودیتونه په داسې زماني واټن کې ګام پر ګام پلي کړل، چې له نورو پېښو سره په ګډون کې یې له نړیوالو دا هېره کړه، چې همدا اوس په افغانستان کې مېرمنې په څه حالت کې دي؟
په رسنیو کې د نجونو او مېرمنو حضور یوازې د دوی د (حق) او (فعالیت) نه څرګنداوه، اصلي خبره دا وه، چې په رسنیو کې فعالو مېرمنو د ټولو افغان ښځو غږ پورته کاوه، او د افغانستان خلک او نړۍ یې پر دې خبرول، چې افغان مېرمنې په څه حال کې دي؟
افغانستان له دې اړخه په یوه تیاره ټاپو بدلېدونکی دی
په ښوونځي او پوهنځي کې نجونې نشته، په بهرنیو او کورنیو کاري سکتورونو کې یې حضور په نشت شمېر دی، ښځې له اقتصادي ستونزو کړیږي، د روغتیا خدمات تر ټولو په ټيټ کچ کې دي. د مور و ماشوم د مړینې کچ لوړ شوی، خوارځواکي او ناروغیو میندې و ماشومان له مرګ سره مخامخ کړي دي، زبرزنا (جنسي تېری)، رواني فشارونه، د ښځو خرڅلاو، په زوره نکاح، په بدو کې ورکول، ځورول او په مجموع کې جنسیتي اپارټاید په خطرناکه بڼه د ښځو ژوند او امنیت ګواښي، خو هیڅوک نه شته چې دغه ستونزې تر رسنیز پوښښ لاندې راولي او نړۍ پرې خبره کړي، چې ریښتیا د افغانستان پر مېرمنو څه تېریږي؟ افغان مېرمنو خپل حضور او غږ له لاسه ورکړی دی.
دغو ټولو ته په کتو، د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان خپله تر ټولو فعاله او کارنده څانګه ( د ښځينه خبریالانو د ملاتړ کومېټه) فعال کړې ده ، چې :
• د افغان ښځينه خبریالانو د حقوقي، اقتصادي او بشري ملاتړ لپاره د دوی غږ پورته کړي.
• هغه افغان خبریالانې، چې دننه په هېواد، په ګاونډیو هېوادونو یا د نړۍ په نورو هېوادونو کې د تبعید و کډوالۍ سختې شپې ورځې تېروي، له نړۍ سره وصل کړي او د دوی ستونزو ته حللارې ولټوي.
• په رسنیو کې د مېرمنو فعال حضور وساتي. که دننه په هېواد کې د هغو فعال شتون محدودیږي، باید ځایناستي (بدیل) امکانات ورته وموندل شي. لنډه یې دا چې ښايي په تبعید کې د افغان مېرمنو لپاره یوه فعاله رسنۍ رامنځته شي.
• په افغانستان کې د ښځو له وضعیت څخه د دقیق رسنیز پوښښ لپاره حللارې پیدا کړي.
• د افغان ښځینه خبریالانو او رسنوالو د مهارتونو، تجربو، علمي – تخصصي زدکړو لپاره لار هواره کړي، شته ظرفیتونه لوړ او نوي ظرفیتونه راوپنځوي. او په تبعید کې دوی ته په خپلو مسلکې څانګو کې د کارموندنې امکانات وپلټي.
• (له ښځمنو د ښځمنو ملاتړ) د افغان نجونو او مېرمنو د غږ اورېدو، له دوی سره د عملي ملاتړ او مرستې لپاره د نړۍ د ټولو ښځو، ښځینه فعالانو، مشهورو څېرو، موسسو، بنسټونو او سازمانو د پاملرنې او ملګرتیا راپنځول.
• د داسې یوې حقوقي څانګې جوړول، چې هرې افغانې رسنوالې مېرمن ته د نړۍ په هرځای کې حقوقي مرسته ورسولای شي.
په سازمان کې یاده کومېته د ښځینه ژورنالیستانو او متخصصانو له خوا فعاله شوې او کار کوي، د سازمان نور غړي په مشورتي او حمایتي برخو کې د کومېټې ملاتړ کوي.
په دې هره برخه کې مشخصې او علمي طرحې تر کار لاندې دي، چې ژر به یې په اړه له بېلابېلو بنسټونو سره خبرې وشي.د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره راپاڅېږئ!
د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ څانګه