خبرتیا!
درنو افغان خبریالانو، رسنوالو او د رسنیو د لویې کورنۍ غړیو ،
په دې روستیو کې له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان له لوري او د ٦٠٠ تنو افغان خبریالانو په لاسلیک یو مفصل او هراړخیز لیک د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر ته رسماً وسپارل شو، چې په کې د افغان خبریالانو د ربړو او د رسنیو د وضعیت په اړه جزیات څرګند شوي دي.
تر دې روسته له ملګرو ملتونو، بشري حقونو او د خبریالانو د ملاتړ له نړیوالو بنسټونو سره او د دغه لیک له منځپانګې سره سم د افغان خبریالانو ستونزو ته د حللارو د موندنې او د بیان د حق د تأمین لپاره د لا نورو عملي اقداماتو لپاره د بحث په تکل پر تویتر سپېس تحلیلي خبرې اترې ترسره کیږي، چې په هغو کې به د سازمان د مسؤلینو تر څنګ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی ښاغلی نصیر احمد فایق هم مېلمه وي.
دغه مجازی غونډه به د جمعې په ورځ د ۲۰۲۳ کال د اپریل په ۱۴مه، د منځنۍ اروپا پر وخت د مازیګر په ۵ بجو، د افغانستان پر وخت د ماښام پر ۷:۳۰ او د واشنګټن پر وخت د سهار په ۱۱ بجو ترسره شي.
موږ به ستاسو فعال ګډون ته سترګې پر لار یو.
درنښت
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان