د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د ملګرو ملتونو دسرمنشي دفتر ته د استول شوي سرخلاصي لیک د ارزونې په موخه نن په ملګرو ملتو کې د افغانستان له دایمي استازي سره مجازي ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان مشرتابه پلاوي په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د ننګونو تر څنګ د بیان د ازادۍ پر وړاندې ستونزې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له دایمي استازي سره شریکې کړې او وروسته یې هیله څرګنده کړه، چې دغه لیک به د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو کارکونکو پر وړاندې د ستونزو او ننګونو یوه څنډه به د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې وړاندې کړي.
په دغه ناسته کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق، ټینګار وکړ چې: “د خبریالانو د ملاتړ سازمان سر خلاصی لیک چې د شپږ سوو خبریالانو له خوا لاسلیک شوی، د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر ته رسیدلی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي هیله منه ده چې ډېر ژر به به دغه لیک د ملګرو ملتونو د چارواکو له خوا د پاملرنې وړ وګرځي.
له بله پلوه ښاغلي فایق یادونه وکړه، چې په اوسنیو شرایطو کې له بل هر وخته زیات د صنفي بنسټونو او په تېره بیا د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو ترمنځ زیاتې همغږۍ ته اړتیا شته او په کار ده چې د هېوا رسنوال تر یوه چتر لاندې د بیان د ازادۍ ارزښتونو او په افغانستان کې ولسواکۍ لپاره په ګډه له یو بل سره کار وکړي او یو بل ته لاسونه ورکړي.
په یاده مجازي ناسته کې ګډونوال خبریال ښاغلي سید سلیمان آشنا وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان د سر منشي دفتر ته د دغه لیک استول به په افغانستان کې د روانو ناخوالو او ستونزو چې خبریالان ورسره مخامخ دي، یو روښانه پيغام ورسوي.
په دغه ناسته کې ژمنه وشوه چې په افغانستان کې پر خبریالانو او رسنیزو کارکونکو د طالبانو د ادارې له خوا د لګیدليو زیاتیدونکو بندیزونو د لرې کولو په موخه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو ده او د اسانتیاو د رامنځته کولو په برخه کې به د افغان خبریالانو او رسنوالو پيغام د نړیوالو تر غوږونو ورسوي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له دایمي استازي سره د خبریالانو د ملاتړ سازمان مجازي ناسته