د رسنیو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې د وروستیو محدودیتونو او نیونو په اړه د AMSO اعلامیه

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې د وروستیو نیونو، ګواښونو او محدودیتونو له امله ژوره اندېښنه څرګندوي.
په تېرو نږدې یوې میاشتې کې د اطلاعاتو او بیان ازادۍ پر وړاندې د یو لړ اندېښمنوونکو پېښو شاهدان یو. د باور وړ سرچینو له مخې د رسنیو فعالان نویداحمد اصغري او مشتاق‌احمد حلیمي د بهرنیو ډرامو د ژباړې او دوبلې په تور نیول شوي او تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته. دغه‌راز، په کابل، لوګر او خوست ولایتونو کې یو شمېر نور خبریالان ګواښل شوي چې دا حالت د رسنیو د خپلواکو فعالیتونو لپاره جدي خنډونه رامنځته کوي.
له دې سره، په سرپُل ولایت کې د ساکښږ موجوداتو د انځورونو پر اخیستلو او خپرولو هم بندیز لګېدلی چې دا پرېکړه د بیان ازادۍ او د حقایقو د خپراوي اساسي اصولو خلاف عمل ګڼل کېږي.
د AMSO په باور، دا ډول چلندونه د اساسي بشري حقونو، ملي او نړۍوالو مکلفیتونو او د بیان ازادۍ له ارزښتونو سره په ټکر کې دي. رسنۍ د ټولنې سترګې دي او د هر ډول فشار، سانسور یا تهدید لاندې راوستل یې د ولس د حقونو تر پښو لاندې کول دي.
له اوسنیو حاکمانو څخه زمونږ جدي غوښتنې:
۱- نیول شوي خبریالان بې له ځنډه او شرط پرته ازاد کړي؛
۲- خبریالانو ته دې د خپلواکو او خوندي فعالیتونو زمینه برابره شي؛
۳- د بیان ازادۍ درناوی دې وشي او د رسنیو پر وړاندې محدودیتونه دې پای ته ورسېږي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) ژمن دی چې د بیان ازادۍ، د خبریالانو د خوندیتوب او مسلکي فعالیتونو د ملاتړ لپاره خپل دریځ ته دوام ورکړي.
درناوی
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)