د تسلیت او غم‌شریکۍ پیغام

 

 

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې افغان خبریال او د رسنیو فعال، حبیب‌الله عزیزي په متحده ایالاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې دي.

ارواښاد عزیزي یو تکړه او هڅاند مسلکي ځوان و چې د کلونو په اوږدو کې یې په افغانستان کې د طلوع‌نیوز او نورو مهمو رسنیو له لارې د رښتیني خبر رسونې او ویډیوګرافي په برخه کې د پام وړ خدمتونه کړي وو. د هغه مړینه د افغانستان د هغو کدرونو په لړ کې یوه دردونکې ضایعه ده چې د سختو شرایطو سره سره یې د مسلکي ارزښتونو د پاللو لپاره هڅې کولې.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د دغه درانه غم له امله د ارواښاد عزیزي درنې کورنۍ، دوستانو او د افغانستان ټولې رسنیزې ټولنې ته ژوره تسلیت وړاندې کوي. موږ په دې سختو شېبو کې ځانونه د هغه د کورنۍ په غم کې شریک بولو.

د لوی خدای (ج) څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر هيله کوو. روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې!

په درنښت،
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان