په پاکستان او ایران کې مېشت لسګونه افغان خبریالان او د هغوی کورنۍ له بېسارې ناورین سره مخامخ دي. د پناه غوښتنې کېسونه یې رد شوي یا له انټرویو وروسته د اوږدې مودې لپاره بېځوابه پاتې دي او همداراز ګڼ شمېر نور لا هم انټرویو ته د بلنې په تمه دي. دا اوږد او مبهم انتظار د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخامخ کړی دی.
افغان خبریالان په پاکستان کې له سختو اقتصادي ستونزو، بېکارۍ، مالي ستونزو، شدیدو رواني فشارونو، د پولیسو لهخوا له پرلهپسې ځورونې، نیونې او د جبري ډیپورټ له ګواښ سره مخامخ دي. دغه وضعیت د ځینو خبریالانو لپاره تر دې بریده رسېدلی چې د ځانوژنې هڅې یې هم کړې دي.
له بلې خوا، هغه خبریالان چې د جبري ډیپورټ یا ناچارۍ له امله کابل ته ستانه کړل شوي، هلته له جدي امنیتي ګواښونو، تعقیب، نیونو، لادرکۍ او نورو بشري سرغړونو سره مخامخ دي. دا حالت نه یوازې د خبریالانو ژوند، بلکې د هغوی د کورنیو او ماشومانو راتلونکی هم له جدي خطر سره مخامخ کړی دی.
د دې ټولو ناخوالو په منځ کې فرانسه د ډېرو افغان خبریالانو لپاره یوازینۍ هیله یادېږي؛ هغه هیله چې کولای شي د هغوی ژوند وژغوري او د انساني کرامت ضمانت وکړي. شاوخوا ۱۵۰ خبریالان په ایران او پاکستان کې د فرانسې ویزو ته په تمه دي. په تېرې یوې اوونۍ کې ۶ خبریالان له پاکستان نه جبري افغانستان ته ډيپورټ شوي دي.
له اړوندو فرانسوي بنسټونو او نړۍوالو ادارو د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) غوښتنې:
۱- د افغان خبریالانو د پناهغوښتنې کېسونو په پراسېس کې بېړنۍ چټکتیا؛
۲- د انټرویو وروسته د اوږده او بېبرخلیکه انتظار حالت ته د پای ټکی اېښودل؛
۳- د ژوند له جدي خطر سره مخامخ خبریالان او د هغوی کورنۍ ژغورل؛
۴- د افغان خبریالانو کېسونه د بشرپاله بېړني وضعیت پر بنسټ څېړل او هغوی خوندي هېواد، په ځانګړي ډول فرانسې ته لېږدول.
۵- د انساني کرامت پر بنسټ د خبریالانو، د هغوی د کورنیو او ماشومانو ځانګړی وضعیت په پام کې نیول.
۶- د جینوا د ۱۹۵۱ کنوانسیون د پورتوکول لهمخې، امسو د فرانسې له حکومت څخه غواړي چې افغان خبریالانو ته پناه ورکړي.
امسو ټینګار کوي چې چوپتیا د افغان خبریالانو د مرګ په مانا ده او هر ډول ځنډ د نهجبرانېدونکو انساني پایلو لامل ګرځي.
«موږ د خپلو همکارانو لپاره عدالت او ژوند غواړو»!
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)