د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د وتلي خبریال او رسنیز فعال جاوید بشارت پر مړینه چې تېره شپه په بغلان ولایت کې په۵۲ کلنۍ کې د زړه حملې له امله ومړ، له کورنۍ، دوستانو، د رسنیو همکارانو او د هېواد د خبریالانو ټولنې ته د عمرازۍ مراتب وړاندې کوي.
مرحوم بشارت په تیرو دوو لسیزو کې د ازاد خبریال او د بغلان امنیه قومندانۍ د ویاند په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړي په خپلو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو پر مټ د هېواد د رسنیو په ټولنه کې د رڼو معلوماتو وړاندې کولو او د بیان له ازادۍ څخه د دفاع په برخه کې تلپاتې رول لوبولی دی.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان دغه ستره ضایعه نه یوازې د ښاغلي بشارت کورنۍ، بلکې د هېواد ټولو خبریالانو او د رسنیو فعالانو ته نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼي او د لوی خدای تعالی له درباره ارواښاد ته د مغفرت او درنې کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.
په درنښت او تواضع سره؛
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان