د ټلوېزیون نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اعلامیه

 

د ټلوېزیون نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د هېواد د اوسنیو حاکمانو تر واک لاندې د ټلوېزیون او رسنیو ناوړه او ځپونکي وضعیت ته د نړیوالو پام را اړوي.

 

په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان تصویري رسنۍ له شدیدو بندیزونو سره مخامخ شوې دي. اوسنیو حاکمانو د پراخ سانسور په پلي کولو، د رسنیو د تړلو او د خبریالانو په ګواښلو سره د بیان ازادي او د اطلاعاتو ازاده فضا محدوده کړې ده. ګڼ شمېر ټلوېزیوني چینلونه اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي او یا د اوسني رژیم له ایډیالوژۍ سره سم نشرات ولري.

 

پر دې سربېره، د ټلویزوني خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره فضا ډېره تنګه او تیاره شوې ده. پر هېواد د اوسني رژیم له واک ته رسېدو وروسته په پراخه کچه ښځينه خبريالانې له کاره محرومې شوي او په ځينو مواردو کې ان اړې شوې چې هېواد پرېږدي.

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو او رسنیزو بنسټونو څخه غوښتنه کوي څو د افغانستان رسنیو او خبریالانو لپاره خپل عملي او سملاسي ملاتړ پیاوړی کړي. همداراز سازمان د هېواد له اوسنیو حاکمانو څخه غواړي چې د رسنیو ازادۍ ته درناوی ولري، د رسنیو ازاد چاپېریال خوندي وساتي او نور د خبریالانو پر وړاندې ګواښ ته د پای ټکی کېږدي.

 

د ټلوېزیون نړیواله ورځ د دې یادونه کوي چې ازادې او خپلواکې رسنۍ د ډیموکراسۍ او تلپاتې پرمختګ بنسټیزې ستنې دي. د افغانستان ټلوېزیونونو او رسنیو له ملاتړ پرته په هېواد کې د بیان او اطلاعاتو د ازادۍ راتلونکی تر جدي ګواښ لاندې دی.

په ډېر درناوي،
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان