په ننګرهار کې د خبریالانو د ناقانونه نیونې په اړه د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اندېښنه

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په ننګرهار ولایت کې د دوو خبریالانو پر نیولو ژوره اندېښنه څرګندوي.‌ فقیر محمد فقیر زوی و جان آغا صالح په ننګرهار کې د کلید راډیو خبریالان دي چې د طالبانو حکومت د ځايي ‌استخباراتو له خوا نیول شوي دي.‌

موږ په افغانستان کې د طالبانو له سرپرست حکومته غوښتنه کوو چې نیول شوي خبریالان له ځنډ پرته ازاد کړي.‌ په ننګرهار کې د کلید راډیو مسوول فقیر محمد فقیر زوی او د دې راډیو خبریالان جان اغا صالح له هر ډول دلیله پرته پرون نیول شوي‌ دي.‌

د طالبانو حکومت په تېره یوه اوونۍکې پنځه خبریالان نیولي‌ دي. موږ د خبریالانو او رسنیو  له حقونو څخه د ملاتړ او ساتنې له ټولو نړیوالو بنسټونو غواړو، چې په دې برخه کې جدي او عملي اقدام وکړي او تر دې زیات د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو د ماتولو مخه ونیسي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان ژمن دی، چې د افغانستان دننه او بهر د ټولو فعالو افغان خبریالانو له حقونو  څخه د خپلو شته امکاناتو او صلاحیتونو په چوکاټ کې کلکه ساتنه او ملاتړ وکړي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان