د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان خواشینی دی، چې پر کابل د طالبانو واکمنې سرپرستې ادارې د مخابراتو وزارت د (زاویه ) او (هشت صبح) رسنیو پرلیکه خپرونو ویبپاڼې ورتړلې او په افغانستان کې یې لیدونکي او لوستونکي له لیدلو او لوستلو محروم کړي دي.
ظاهراً د سرپرستې ادارې د مخابراتو وزارت دا اقدام د دې لپاره ترسره کړی، چې د دوی په ژبه ګواکې دغو رسنیو (نامتعادل) او (جعلي) خبرونه خپرول.
د سازمان له نظره د مخابراتو وزارت دغه اقدام د بیان د ازادۍ، د رسنیو د خپلواکۍ او د معلوماتي تکنولوژۍ له ټولو نړیوالو قوانینو څخه په ښکاره سرغړونه او نقض دی، ځکه په دې اړه هر ډول اقدام یوازې و یوازې د رسنیو د قانون او د تخطیو د کمیسیون د پریکړو پر اساس ترسره کېدلای شي، چې ظاهراً پخپله سرپرستې ادارې هم منلی او د دوی له نظره مرعي الاجراء دی.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د رسنیو په وړاندې دغسې استبدادي او نامتعارف چلند په کلکه غندي او باور لري، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق له لیدلوري داسې اقدامات افغانستان په یوه توره تیاره سیمه بدلوي او په ښکاره څرګندوي، چې حاکمه سرپرسته اداره څومره د اطلاعاتو له خپریدو څخه په ویره کې ده.
موږ یو ځل بیا ټینګار کوو، چې د هر راز مطبوعاتي تخطۍ په وړاندې باید د رسنیزو منل شویو حقوقي کوډونو پر اساس تعامل وشي، تر دې ورهاخوا هر راز چارچلند استبداد او قانون ماتونه ګڼل کیږي، چې د افغان رسنیو لویه کورنۍ به یې په وړاندې بېتفاوته پاتې نه شي.
سازمان به په دې اړه هر هغه اقدام وکړي، چې د رسنیو او وینا د ازادۍ او حق د پلي کولو په لار کې یې لازمه ګڼي.
په دې برخه کې د ټولو رسنوالو او اړونده بنسټونو یووالی او زړور عملي اجرأت کړلای شي، د نورو استبدادي او قانون ماتوونکیو اقداماتو مخه ونیسي .
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان