د رسنوالو حقونه

 

د رسنیو او مطبوعاتو ټولو فعالینو ( خبریالانو، لیکوالو، تخنیکي کارکوونکیو او مدیرانو) ته رسنوال وایو. دوی د مسلکي ښاروندانو په توګه درې ډوله حقونه لري:

۱ـ د یوه هېواد د ښاروند یا حقوقي شخصیت په توګه ټول هغه حقونه او مسئولیتونه، چې نور وګړي یې هم د ټاکل شویو قوانینو په وړاندې لري.

۲ـ مسلکي حقونه، ژورنالیستان د هغو ځانګړیو قوانینو له مخې چې هر هېواد یې د رسنیو او رسنوالو په اړه ټاکي. دغو مسئولتیونو او حقونو ته د رسنوالو مسلکي حقونه وایو. معلوماتو، سرچینو او اطلاعاتو ته د لاسرسي، ځانګړیو تشریفاتي موقعیتونو ته ورتلل، تر ټاکلي بریده (چې خوندي حریمونه مات نه شي) د پوښتنو مطرح کول، څېړنه، سپړنه او پلټنه. د عکسونو یا فیلمونو اخیستل، غږ ثبتول، د درېیم اړخ نظر اخیستل او نور داسې اقدامات چې د حقوقي تعامل څومره والی او څرنګوالی یې تخصصي موازین او ټاکلي قوانین مشخصوي.

۳ـ صنفي حقونه، دا هغه حقونه او مسئولیتونه دي، چې رسنیز بنسټونه یې له رسنوالو سره د دوه اړخیزو صنفي تعاملاتو په توګه قرارداد کوي. د ژورنالیستانو ټولنې، پریس کلبونه، له رسنوالو د حقوقي ملاتړ بنسټونه او مسلکي – صنفي اتحادیې، چې پخپله د رسنوالو له خوا رامنځته کیږي، خپل اصول ټاکي او د هغو پربنسټ تعامل کوي.

د رسنوالو لپاره یو شمېر مهمې حقوقي سرچینې چې دغه ټول حقوق او مسئولیتونه یې  پربنسټ اجرائیي کیږي په لاندې بڼه پېژندلای شو:

لومړی: نړیوالې حقوقي سرچینې

د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه او په هغې کې د بیان، رسنیز فعالیت او کاري – صنفي حقونو ځانګړي کوډونه. ټول هغه نړیوال کنوانسیونونه، چې په نړیوال کچ د بیان او رسنیو د ازادۍ حدود راپېژني.

په دې اړه هغه ځانګړي نړیوال کنوانسیونونه، قراردادونه، طرزالعملونه او علامیې چې د رسنوال متبوع هېواد یې غړی وي او یا یې لاسلیک کړي وي.

هغه کنوانسیونونه، کاري لایحې، طرزالعملونه او نور حقوقي – صنفي یا اداري اسناد، چې د رسنوال اړوند رسنۍ،صنفي ټولنې یا سازمان لاسلیک کړې وي.

دوه: ملي قوانین

د هر هېواد اساسي قانون د بیان د ازادۍ او رسنیو د فعالیت تر ټولو مهم او لومړنی بنسټي تضمینونکی دی. تر دې ورهاخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي، رسنیو او رسنوالو په اړه ځانګړي قوانین او نور حقوقي اسناد چې په یوه هېواد کې په ملي کچ پلي شوي وي او د خبریالانو صنفي یا وګړنیو استازیو منلي وي.

درې: ټول هغه حقوقي اسناد، قراردادونه، کړنلارې او تګلارې، چې د رسنیو او رسنوالو صنفي بنسټونو تدوین او اجرائي کړي وي،د رسنوالو استازولي کوي او رسنوال یې رسمي غړي وي.

همدا راز ځینې هغه حقوقي یا اداري قراردادونه او د حقوقي اعتبار خاوند اسناد هم پاموړ دي، چې یو رسنوال یې له خپل اړوند کاري دفتر (رسنۍ) سره لاسلیکوي.

تر دې ورهاخوا په استثنايي مکاني او زماني موقعیتونو کې بېړني (اضطراري) حقوقي چارچلند لپاره ځانګړي نړیوال او صنفي اصول وړاندیزیږي، د بېلګې په توګه د جګړې، طبیعي ناورینونو او کړکېچونو کې تر لومړي، دویمې یا درېیمې درجې ګواښ و ژوبلې لاندې شرایطو کې فعال رسنوال ځينې ځانګړي حقونه او مسئولیتونه لري، چې ښايي د بېړنیو حالاتو مطابق حقوقي اسناد ورته وضع شي.

په دیکتاتوریو کې، چې استبدادي واکمنۍ د رسنیو او رسنوالو خپلواکي نه مني او یا هم په یوه داسې سیمه کې، چې د کړکېچ له امله قانوني واک او مسئول حاکمیت په کې نه وي.

اکاډمیک بنسټونه، د ژورنالیزم پوهنځي یا روزنیزې دورې، صنفي جوړښتونه او اتحادیې، رسنۍ او اړوند څانګوال مکلف دي، چې هر رسنوال تر کار پیلولو مخکې له خپلو ټولو هغو حقوقي مسئولیتونو او حقونو بشپړ خبر کړي، چې ښايي د بېخبرۍ له امله یې په راتلونکي کې له خنډ و ستونزو سره مخامخېدلای شي.

هر رسنوال ته بویه، چې تر خپله وسه خپل حقوقي شخصیت په درې سره حقوقي دریځونو کې وپېژني او له ټولو هغو حقوقي مسئولیتونو او امتیازاتو خبر وي، چې په چوکاټ کې یې د ده مسلکي او بشري (حق) او (ازادي) مانا مومي.