په ننگرهار کې د یوه خبریال د نیولو په تړاو د امسو غبرگون

 

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د طالبانو له لوري د عزیزالله عزیز په نوم د یوه سیمه‌ییز خبریال نیول کېدل په کلکه غندي. د یاد سازمان د نېټورک د معلوماتو له‌مخې، نوموړی دا مهال د یادې ډلې د امربالمعروف له غړو سره په بند کې دی.

له روښانه دلیل او قضايي حکم پرته د خبریالانو او رسنیزو فعالانو نیول، د نړۍوالو بشري حقونو او د رسنیو ازادۍ له منل‌شویو اصولو نه سرغړونه ده. د ښاغلي عزیز د برخلیک او روغتیایي حالت په اړه د معتبرو معلوماتو نشتوالي د هغه کورنۍ او د رسنیو ټولنه جدي اندېښمنه کړې ده.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) یو ځل بیا له اوسني حاکمیت نه جدي غوښتنه کوي چې ښاغلی عزیزي او نور ټول بندیان خبریالان سملاسي، له قید او شرط پرته خوشې کړي او د رسنیزو فعالانو د نه توجېه‌کېدونکو نیولو لړۍ ودروي.

امسو پر نړۍوالو حقوقي او رسنیزو بنسټونو، په افغانستان کې د ملگروو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د بیان د ازادۍ پر ټولنیزو مدافعانو غږ کوي چې په افغانستان کې د خبریالانو د فزیکي خوندیتوب، قانوني حقونو د اعادې او د قانون پلي کېدو لپاره خپلو اغېزمنو فشارونو او غږ پورته‌کولو ته دوام ورکړي.

درنښت،
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)