د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) په تېرو دوو اونیو کې په پاکستان کې د افغان خبریالانو د نیول کېدو او ځورونې د بهیر پر غځېدو ژوره اندېښنه څرګندوي. سازمان ته د رارسېدلو معلوماتو لهمخې، په دې موده کې د رسنیزې کورنۍ درې غړي د پاکستاني پولیسو لهخوا نیول شوي چې د یوې خبریالې په ګډون د هغې د کورنۍ غړي په جبري ډول افغانستان ډیپورټ شوي او دوه نور خبریالان لا هم په بند کې دي.
امسو د امنیتي ملحوظاتو او د خبریالانو د خوندیتوب په موخه د دوی نومونه نه افشا کوي، خو دغه وضعیت د ټولو هغو افغان خبریالانو لپاره چې په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تېروي، یو جدي ګواښ بولي.
موږ د پاکستان له حکومتي او امنیتي بنسټونو غواړو چې د نړۍوالو قوانینو او د کډوالۍ د اصولو په رڼا کې د افغان خبریالانو له نیولو او ځورولو لاس واخلي. خبریالان مجرمین نه دي؛ هغوی د حقایقو رسوونکي دي.
هغه دوه خبریالان (یو نارینه او یوه ښځینه) چې دا مهال د پاکستاني پولیسو په بند کې دي، باید سملاسي او بې له کوم قید او شرطه خوشې شي. یوه خبریاله له پاکستانه د وتلو لپاره قانوني اسناد او د بل هېواد ویزه لري، خو سربېره پر دې هم پاکستاني پولیس د وتلو اجازه نه ورکوي او اوس یې هغه د کډوالو یوه پنډغالي ته لېږدولې ده.
د خبریالانو او د هغوی د کورنیو جبري ډیپورټ کول، هغوی له جدي امنیتي خطرونو سره مخ کوي. دا عمل د کډوالو د حقونو له نړیوالو کنوانسیونونو سره په ټکر کې دی.
سازمان پر (UNHCR)، د خبریالانو د خوندیتوب نړۍوالو کمېټو او پر بشري حقونو مېشتو سازمانونو غږ کوي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د ژوند د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي او پر پاکستان فشار راوړي چې د خبریالانو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.
افغان خبریالان په خورا سختو شرایطو کې د مسلکي رسالت د سرته رسولو په پار هجرت ته اړ شوي دي. د کوربه هېوادونو له خوا د دوی نیول او فشار ورباندې راوستل به د بیان ازادي نوره هم محدوده او بشري ناورین به ژور کړي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) ژمن دی چې د خپلو همکارانو د حقونو د دفاع لپاره خپل غږ لوړ وساتي او دا قضیه به تر هغې تعقیب کړي چې زموږ همکاران خوندي شوي نهوي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)