د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د طالبانو په بندخونو کې د شکیب‌احمد نظري، بشیر هاتف، حمید فرهادي او یو شمېر نورو خبریالانو د وضعیت په تړاو ژوره اندېښنه څرگندوي

 

د امسو موندنې ښيي چې د بشیر هاتف او شکیب نظري روحي او رواني وضعیت ښه نه‌دی. د دوی د روغتیايي وضعیت په اړه هر ډول بې‌تفاوتي د بشري حقونو او د بیان ازادۍ د اصولو پر وړاندې لویه جفا ده.

سازمان یو وار بیا له طالبانو غواړي چې یاد خبریالان پرته له کوم قید او شرط سملاسي خوشې کړي. هغوی یوازې د اطلاع‌رسونې سپېڅلې دنده ترسره کړې او اطلاع‌رسونه نه‌یوازې دا چې جرم نه‌دی، بلکې د یوې سالمې ټولنې د پوهاوي او پرمخگ بنسټیزه ستنه ده.

په بندخونو کې د خبریالانو ساتل، په ځانگړې توگه کله چې هغوی له سختو رواني فشارونو سره مخامخ وي، د ټولو نړۍوالو میثاقونو او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی.

موږ له ملگرو ملتونو، د خبریالانو د خوندیتوب نړۍوالې کمېټې (CPJ) او د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) او ټولو بشرپاله بنسټونو څخه غواړو چې د افغان خبریالانو د ژوند خوندیتوب لپاره خپلې هلې ځلې گړندۍ کړي. خبریال هر وخت د ټولنې غږ پاتې شوی، خو د افغانستان اوسنیو شرایطو د هغوی ریښتینی غږ خاموشه کړی دی.

د خبریالانو نیول او په ناڅرگندو شرایطو کې د هغوی ساتل په افغانستان کې د اطلاع‌رسونې په برخه کې د ویرې او ډار فضا رامنځته کړې ده.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان یو وار بیا ژمنه کوي چې د خپلو همکارانو د غږ پورته کولو او د هغوی د حقونو د اعادې لپاره به له هرې ممکنې او قانوني لارې کار اخلي. سازمان خبرداری ورکوي چې د بشیر هاتف او شکیب نظري د ژوند او روغتیا مسؤلیت په مستقیم ډول د هغوی د نیوونکو پر غاړه دی.

#FreeAfghanJournalists
#FreeBashirHatef
#FreeShikibAhmadNazari
#FreeHamidFarhadi