په جېنوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په عمومي ناسته کې د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د ښځو کمېټې اجرائیوي مسؤلې، شګوفه دانش په افغانستان کې د ښځو او رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د نړۍوالې ټولنې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

 

 

مېرمن دانش په دې ناسته کې د بشري حقونو د عالي کمېشنر د دفتر او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورورکوونکي د راپورونو هرکلی کړی او د هغوی وړاندې شوې موندنې یې «ډېرې اندېښمنوونکې» بللې دي. نوموړې وايي چې د ښځو پر وړاندې تبعیض زده‌کړې، روغتیايي خدمتونو، کار او بنسټیزو حقونو ته د هغوی لاسرسی په سېستماتیک ډول محدود کړی دی.

شګوفه دانش څرګنده کړه چې د افغانستان رسنۍ دا مهال تر ۲۴ ډېرو محدودونکو لارښوونو تر فشار لاندې دي. د هغې په وینا، په تېرو څلورو کلونو کې د رسنیو پر وړاندې تر ۶۴۰ ډېرې سرغړونې ثبت شوي چې تر ټولو ډېر فشار پر ښځینه خبریالانو دی.

نوموړې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې «جنسیتي اپارټایډ» د بشریت ضد جرم په توګه په نړۍوالو معاهدو کې شامل او هېوادونه دې د اپریل تر ۳۰مې پورې په دې اړه خپل وړاندیزونه رسمي کړي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د ښځو کمېټې اجرائیوي مسؤلې د افغانستان لپاره د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم پر سملاسي فعالولو او په دغه هېواد کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د نغدي مرستو پر ډېرښت ټینګار کړی دی.

شګوفه دانش خبرداری ورکړی چې د بودیجې کمښت او پر ښځو لګول شوي بندیزونه روغتیايي او رسنیز سکټور له جدي ګواښ سره مخامخ کړی چې یو متحد نړیوال غبرګون ته اړتیا لري.