افغان خبریالان د خپلو مسلکي او رسنیزو فعالیتونو، سانسور، امنیتي ګواښونو او سیاسي فشارونو له امله دې ته اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي او پاکستان ته پناه یوسي، خو له بده مرغه هغوی هلته له تېرو څو کلونو راهیسې هېڅ خوندي ژوند نهلري.
له یوې خوا په پاکستان کې د افغانانو د ویزو تمدید بهیر درېدلی او له بلې خوا هره ورځ د خبریالانو په ګډون افغان کډوال نیول کېږي چې دغه وضعیت هغوی له یوه سخت، ناڅرګند او له وېرې ډک برخلیک سره مخامخ کړي دي.
امسو د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR)، اروپایي ټولنې او بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) په ګډون پر ټولو نړۍوالو او بشرپاله بنسټونو غږ کوي چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو د سملاسي خوندیتوب او د هغوی د خپلسري نیولو او جبري اخراج د مخنیوي لپاره پر پاکستاني دولت اغېزمن فشار راوړي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) یو وار بیا ټینګار کوي چې خوندي هېوادونو ته د افغان خبریالانو د لېږد بهیر دې چټک شي.
#NoToDeportationOfJournalistsFromPakistanAndIran
#AccelerateTheTransferOfJournalistsToSafeCountries
#BeingAJournalistIsNotACrime